تاند- د جاپان د ټوكيو پوهنتون څېړونكي وايي، د غمجنو سندرو اورېدل د انسان په بدن كې د خوش طبعۍ احساس پياوړى كوي.
دوى وايي، كله چې غمجنه موسيقي په پرله پسې ډول غږېږي، نو د انسانانو په زړه او دماغو كې د خوښۍ او تازګۍ ويده جذبات راپارېږي.
د څېړونكو په وينا، د وروستيو څېړنو له مخې دې نتيجې ته رسېدلي چې په انسانانو كې د غمجنې موسيقۍ اورېدلو لېوالتيا د خوښۍ د همدې احساساتو د راپارولو د اړتيا په اساس ده.