غم
له کوره راووتم. پارک ته ورغلم. د ونو پاڼو ته مې کتل، یوه یوه رالویده. لږ وګرځیدم، ستومانه شوم. چوکۍ ایښې وه، پرې کښیناستم. مخامخ په لږ فاصله کې پر یوه بله چوکۍ یو سړی ناست و. کتاب یې له بکسه راوایست. بیرته یې بند کړ. سګریټ یې ولګاوه، څو دوده یې کش کړل بیرته یې مړ کړ. موبایل یې ورواخیست بیرته یې اړخ ته کیښود. د ببرې ږیرې ویښته یې ومروړل بیا یې د کتاب پاڼې واړولې او اړخ ته یې کیښود، مړ کړی سګریټ یې ولګاوه یو دوه دوده یې کش کړ او بیرته یې مړ کړ، بیا یې موبایل ته وکتل او سترګې یې پټې ونیولې.
له ځان سره مې وویل « ته ګوره نه کتاب خوند ورکوي چې څه ورزده کوي، نه سګریټ خوند ورکوي چې ژوند یې خرابوي او نه یې نوې ټکنالوژي مصروفولی شي»
راولټیدم، ورو ورو د ده لور ته ورغلم. ورته ومې ویل:
– وبښه یوه پوښتنه وکړم؟
سړي سر وخوځاوه. ورته ومې ویل:
– څه ته دې زړه په تنګ دی چې نه دې کتاب خوښ کړ، نه سګریټ او نه موبایل؟
سړي پر خپل پک سر تر څټ پورې لاس تیر کړ، بیا یې په ټيټ غږ وویل:
– زړه مې په تنګ دی
– که څوک خپل غم له بل سره شریک کړي غم یې سپکیږي
سر یې وزنګاوه، بیا یې د لاس ګوتې له شونډو سره ونیولې:
– کله چې انسان دا وس لري چې بل ته خپل غم تشریح کړي نو هغه خو له خولې وځي نه پاتیږي
زه ورته ځیر شوم. سړی یو دم پاڅيده، نیمسوخته سګریټ یې په شونډو کې ونیواو بیا یې وویل:
– هغه غم غم نه دی چې ویل کیږي.