له مکتبه رخصته شوم، لمر تیزي کوله .د تیر شوي امتحان تشویش لا راسره و.
د مکتب په تونس کی ناسته وم ، د پاک کاري مسوله را پیدا شوه ، معلمې ته یې وویل که ځای مو نه تنګیږي ما هم تر دې چهاراهي ورسوئ، پښه مې درد کوي.
معلمې وویل: راځه راځه !
ځای تنګ شو ۰ګرمي ډیره وه ۰ د ریاضی امتحان مې لا په ذهن کې و ،عصاب می خراب شول، سترګې مې پټې کړې، سر مې د موتر په کړکۍ ولګاوه۰
خاله وویل : ښه خو یې
ځواب مې ورکړ: هو مننه
ویې ویل: خفه ښکارې۰
– نه ستړې یم ۰
خاله وویل: ستړیا دې وي، کار دې وي، امتحان دې وي، غم دې نه وي۰
ما ځواب ورکړ: هی خاله همدا کار و امتحان په خپله غم دی
خاله وویل نه نه دا خو ژوند دی بیا ته خو بختوره یې ځوانه یې ، ژوند په مخ کې لرې، وقت لرې، غم خو موږ لرو چی ژوند مو په ختمیدو دی
چهاراهي ورسیده ، خاله ښکته شوه.