ژباړه: ګل رحمن رحماني –

ستاسې ښادي ستاسې غمونه دي. هغه چينه چې تاسې ترې د خندا اوبه څښى، ستاسې له ګرمو اوښکو نه ده ډکه شوې، ايا له دې پرته نور څه هم شته؟

   کله چې د غم تېره غاښونه ستاسې په بدن را کوزېږي، ورسره مو د زړونو په تل کې خوښې دوه چنده کېږي. ايا ستاسې د شرابو جام هم يوه ورځ د اور په بټۍ کې نه و ويلې شوى؟

   هغه نغمه چې ستاسې روح ته ارامي وربښي، هماغه لرګى نه دى چې يوه ورځ د تېشې په وسيله له ونې راپرې شو؟ نو هر وخت چې خوښ شوى، د خپل زړه ژورو ته ښکته شئ، هلته به وګورئ، څه چې تاسې خپه کړي ياست، اوس به تاسې ته خوښي درکوي.

   هر وخت چې د غم لښکري درنه تاو شوې، يو ځل بيا مو د زړه تل ته ښکته شئ، درته معلومه به شي، چې تاسې د هغه څه لپاره ژاړى چې تاسې يې په ځمکه کې د خپلې خوښۍ پيدا کوونکي بولى.

 ستاسې له منځه ځينې وايي چې ښادي له غم نه غوره ده. بله ډله دا خبرې نه مني او وايي چې هېڅکله هم نه، غم هېڅکله له ښادۍ نه غوره نه دى.

      خو زه تاسې ته وايم چې غم او ښادي رښتيا هم يو له بل سره تړلي دي، جوړه راځي او جوړه بېرته ځي او که چېرته له دې دواړو يو ستاسې د د دسترخوان څنګ ته راځي، نو دا د حيرانتيا خبره نه ده، تاسې پوه شئ چې بل يار يې هلته ستاسې پر بستر پروت دى.

   هو! په رښتيا چې تاسې د غم او ښادۍ د تلې دوې خواوې ياست، تل لاندې او باندې کېږى، له حرکت نه، نه لوېږى، خو هغه وخت چې خالي او سپک شى.

که چېرته د ژوند خزانه دار تاسې د سيم او زر د تللو لپاره په کار وګوماري، نو ستاسې د غم او خوښۍ پيمانه په يوه حالت نه پاتې کېږي.

———————-

په تاند کې د ښاغلي رحماني نورې لیکنې:

مینه او غرور،         د شعر کرکتر،       په ګلو مین شاعر     بله ورځ،         ننی مخاطب او ټولنیزې رسنۍ       بدله ورځ      ادبیات او تکنالوژي        هنر ادبیات او…     په ادبیاتو او هنر کې…      ارواپوهنیزه ټیپ پېژندنه…     د مرغانو بیه       په موضوع ټاکنه کې د اجمل ښکلي…      د محب هنر       په شعر کې د کلمو ټاکنه        افسانه او اسطوره       د اسطورو مطالعه…        پټه خبره       شعریت       محمد اصف غمګین        د اوبو غوندي روانه شاعري         د ځان غم      افغاني رسنۍ او نړیوالتوب،         ادبیات او جادويي…       زما مینه       پښتو شعر     پیغمبر       پرګلونو مین شاعر        پرښته        شاعر څوک دی،           د شعر تحلیل او تجزیه        پنځمه برخه      نازک الملایکه او …    

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *