Wheat
د غلې د دانې څو ډوله ګیاه چې د نسل نوم ېې ټریټيکوم (Triticum) او د کورنۍ نوم ېې پو اېسای (family Poaceae) ده. غنم زرګونه ډولونه لري چې تر ټولو نامتو ېې لاندې یاد شوي دي:
ټریټيکوم ایسټیوم (Triticum aestivum) له کوم چې دوډۍ پخیږي، ټریټيکوم ډوروم (Triticum durum) له کوم چې مکروني، اش یا پاستا جوړیږي، کلب غنم یا ټریټيکوم کمپکټم (Triticum compactum) نرم غنم دي له کوم چې کېک، کلچې او ورته خواږه توکي پخیږي. د غنمو ځنې ډولونه د صنعت لخوا نشایستې (starch)، مالټ (malt)، ډکسټروز (dextrose)، ګلوټین (gluten) او د الکولو په تولیداتو کې کاریږي.
غنم اوږده ډډونه یا ډنډري لري چې د ډېرو ډولونو ډډونه ېې داخل کې خالي دي. خورا زېات واړه ګلان لري چې تعداد ېې له ۲۰ تر ۱۰۰ پورې وي. ګلان ېې د جوړښت له مخې له دوه تر شپږ ګروپونو کې وي چې سنبلچه (spikelets) ورته وېل کیږي کوم چې د غنمو دوه یا درې دانې تولیدوي. غنم په مختلفو اقلیمونو او د خاورې مختلفو ډولونو کې کرل کیږي. خو کرنه ېې له هغو سیمو کې تر ټولو ښه ده چې ګرم اقلیم ولري او باران پکې له ۳۰ تر ۹۰ سانتي متره پورې وي. د غنمو عمده ډولونه د ژمي او پسرلي غنم دي. د ژمي غنم تل په مني کې کرل کیږي خو د پسرلي غنم په پسري او ژمي دواړو کې کرل کیږي. د غنم د دانې ترکیب له اقلیم او خاورې سره تړاو لري خو په منځنۍ توګه د غنمو په دانه کې ۱۲% اوبه، ۷۰ % کاربو هایډریټ، ۱۲% پروتین، ۲% شحم (Fat) یا غوړ، ۱.۸% منرالونه، ۲.۲ خامې ریښې یا فایبر(crude fibres)، نیاسین (niacin)، تیامین (thiamin)، ریبوفلاوین (riboflavin) او د ویټامین A ډېر کمه کچه شامله وي. د میل یا اوړه کېدو پروسه د دې ترکیب ډېره برخه د غنمو د پوستکي او د جنین (germ) په لرې کولو سره ترې ختموي.