تاند، یکشنبه، د دلوې ۲۷مه: ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې د طالبانو په نیت شک ښکاره کړی او وایي، د افغانستان جګړه تر هغه پای ته نه رسېږي، څو چې طالبان په بهیر کې راګډ نه‌ شي او هغوی و نه ازمایل شي.

ښاغلي غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، طالبان لا هم له افغانستانه بهر په پاکستان کې امن پټنځایونه لري او اړتیا ده چې دا ډله له پاکستان سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

هغه زیاته کړه: ” دا د میلیارډونو ډالرو په ارزښت پوښتنه ده، ځکه لومړۍ مسئله خو دا ده چې موږ باید طالبان وپېژنو، دا ډله یوه بهر مېشته ډله ده چې په پاکستان کې اوسېږي، د دوی مشرتابه شورا اوس ځان د کوټې او پېښور شوراګانو په نوم یادوي، نه د کندهار، جلال اباد او پکتیا شوراګانو په نوم، دوی خپل نومونه داسې تعریفوي لکه نور قدرتونو چې د دوی ملاتړ کوي. “

د افغانستان ولسمشر د سولې په اړه د پاکستان په همکارۍ هم بشپړ نه دی ډاډه او د پاکستان له ‌خوا د ملا عبدالغني برادر خوشې کولو ته په اشارې وايي، د ملا برادر خوشې کول دا مانا نه لري چې اسلام اباد د افغانستان د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

محمد اشرف غني زیاتوي: “پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، افغانستان صادقانه بحث غواړي چې دوه اړخه لري، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دویم د سیمه ییز امنیت لپاره د ګډ تفاهم جوړول.”

ولسمشر له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکو ته هم ګوته ونیوله او ویې ویل، یوازې دا نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړي، بلکې ډېره مهمه ده چې له ټولو ترهګرو شبکو څخه چې د افغانستان هر ګاونډي او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوي لرې شي.
بلخوا په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر حضرت عمر زاخیلوال د ولسمشر غني د څرګندونو په ځواب کې په خپل فیسبوک لیکلي، د سولې نیت او مدیریت ایجابوي چې د سولې په اړه څرګندونې د متقابل درناوي او باور دچاپیریال جوړونکې اوسي او د تخریش، سپکاوي او پیغوره ‌‌‌‌‌‌ډکې څرګندونې د سولې نه بلکې د تاوتریخوالي د دوام خبرې دي.

خو ولسمشر غني بیا د مونیخ د غونډې په څنډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په اړه د افغانستان حکومت او امریکا تګ‌لاره څه ډول ده وویل، دواړه هېوادونه په دې برخه کې یوه دریځ لري او پر یوه او بل متقابل اعتماد موجود دی چې دا کار په ګډه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له یو شمېر امریکايي سناتورانو سره په کتنه کې ولسمشر غني ویلي، د سولې اړوند فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت د دې وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو لپاره فرصتونه په سم ډول وڅېړي.

4 thoughts on “غني، د طالبانو په سوله شک ښودلی، خو زاخېلوال د طالبانو دفاع کړې”
  1. زاخیلوال متآسفانه دهغه وخته چه په اسلام آباد کی په سفیر شو د پردیو غلام شو او دنظریاتو مسیر یی د همسایه هیواد د ګټو په جهت کی ادامه وموندله ، د افغانستان ملت دداسی یو تعلیم یافته ځوان نه دا هیله نه لرله چه داسی ژر به په پردیو خرڅیژی ، خو دا دالله قانون دی چه د هر چا ښه او بد پټ نه پاته کیژی آخر بیرون ته راوزی ، نو اوس اوس د ذاخیل وال غیر ملی خباثت هره روځ خلکو ته په ډاګه کیژی او دده دی ښه په یاد وی چه په دغه غلامه ژبه به د افغان ملت په منځ که د نورو غلامو چهرو غوندی ذلیل وی او افغنان به بیا په ده باندی اعتماد ونکړی او هغه غلاوی چه د وزارت او سفارت په وخت کی کړی دهغی به پوره حساب ورسره کیژی .

    1. ښاغلی ذاخیلوال ته! زه فکر کوم چې پر ولسمشر غنی د سولې په هکله داسي نیوکې نه یوازي بیځایه دي، بلکه د هیپوکراسۍ نه خالې هم نه دي. تاسي پر ولسمشر غنی د طالبانو په اړه د « پيغور، تخریش او سپکاوی» نیوکي کړیدي. اما د طالبانو وینا او عمل ته مو ګوته نه ده نیولې. طالبان ولسمشر ته ګوډاګی وائې او ځانونه د پاکستان ګوډاګیان نه بولي. طالبان هره ګړۍ بیګناه ماشومان، ښځي او نارینه وژني او سوله د هغوي په لاس کې هم نده، دي ته څه وایاست. سپکاوی، خیانت او د نورو د ګټو ساتل… اپورچونیزم د خپلو ګټو په خاطر نه یوازی بیغرتي ده بلکه ملی خیانت هم دی. ټوپکمار او فاسده بیروکراتان د افغانستان خلکو ته جوته دي او داسي نیوکي د ځان سپکول دی.

  2. سلام
    همدا کوم همدا
    غل د وی خو به انصاف ولې اماتور زاخیلوال دکوم نیت ، مدیریت او ایجاب اوقبول خبره کوی کله چې له دیر ناوړه ژوند یودم هم وزیر او هم دیبلومات شو؟ خود یوه دیبلو مات اووزیر اخلاقا به هره تولنه کې دخپلط ټولنې درناوی او باور پېژنی او دخپلې ټولنې په نزاکتونو یې هم سر خلاصیږی زما بویښتنه داده چې په کوم کمال ستانیت دواړه خواوو ته کار ورکوی اوڅنګه؟
    دچین یو فیلسوف وایی یو انسان هرڅه کولی شی خو یوکار نشی کولی او هغه داچې له خبل پوټکی د باندې خان نه شی ښودلای که ته داکار کولی شی واالله اعلم ……
    زه فکر کوم چې دوه مخیتوب ، غلا،فساد ، او شخصی ګتې له سپکاوی،پېغور ، لفظی سوړ جنګ ، منت او ګواښ نه مضر دی اوس نو ستا خوښه تعلیم یافته چې زما بوشتنې ته خواب وایې او که نه

  3. نن هر څه د ګټو په نظر کی نیولو سره تشریخ کیږی۰
    تاسی پوهثږی چه ذاخیلوال دخمید کرذی د وخت د مالی وزیر وو۰ ذاخیلوال او انورالخق اخدی د مالی مفسد ترین
    وزیران وو۰ هر څومره ډالر چه په فساد کی خوړل شوی دی۰ ددی دواړو جنابانو له لاری تیر شوی وو۰
    اوس طالیبان ملا براډر/خمید کرذی او د خمید کرزی مفسد وزیران تول په یوه نامقدسه جبهه کی راټول شوی دی۰
    غواړی یو همه شمول د چور او چپاول خکومت جوړ کړی۰
    او دا اجندا د پاکستان ده۰ طالیبان د پاکستان غلامان دی او زاخیلوال هم۰

    د طالیب/ذاخیلوال/کرزی او تولو رشوت خورانو ګټی شریکی دی۰
    که د مظلوم ولس د ګټو تپوس کوی نو اشرف غنی صاخب یی غوشتونکی دی۰
    مننه رازمحمد کاماوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *