تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: ولسمشر غني د کانونووزارت ته امر کړی چې د کانونو غیرقانوني استخراج دې ژر تر ژره ودروي او په دې اړه شوي ټول قراردادونه دې هم وارزوي.

ولسمشر تېر ماښام د کانونو وزارت له مسوولانو سره په کتنه کې دا خبرې کړې دي او په دې ورسره غږېدلی چې څرنګه کېدلای شي کانونه د افغانستان پياوړې عایداتي سرچینې وګرځي؟

ولسمشر په دې لیدنه کې په کانونو وزارت کې د جدي او لویو اصلاحاتو غوښتنه کړې ده او ټینګار یې کړی دی چې افغانستان باید د کانونو متخصصین ولري: (( زموږ د کارمندانو ظرفیت باید لوړ کړای شي، عایداتي پلان دې جوړ شي او د مرمرو، نفتو، ګازنو، قیمتي ډبرو، مسو، کرومایټ او نورو کانونو دې خاص تمرکز وشي.))

ولسمشر همدا راز امر کړی چې د غیر قانوني استخراج مخه دې په عاجل ډول ونیول شي او د نفتو او ګازو د وارداتو او صادراتو لپاره دې بیلانس برابر کړای شي، تر څو افغانستان په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.

One thought on “غني، د کانونو د ناقانونه استخراج د مخنیوي او د قراردادونو د ارزونې امر کړی”
  1. د افغانستان ولسمشر ، حکومت خصوصا د لوړو زده کړو وزارت ته یو وړاندیز:
    که غواړئ له خپلو کانونو او معدنیاتو نه په ښه توګه ګټه واخلئ او خپل هېواد په رښتیا د پرمختګ لوري ته روان کړئ نو د جیودیزئ ، کانونو پېژدنې او له نجیبه منرالونو نه د ګټې اخیستنې په هکله پوهنځي جوړکړئ . د معدنونو په مختلفو رشتو کې محصلین خارج ته ولېږئ او واقعي کدرونه پدغو برخو کې وروزئ .
    خپل کانونه وساتئ ، په غلو او قاچاقبرانو یې مه استخراجوئ او د اوس لپاره د ټولو پاته کانونو له خرڅولو کلکه ډه ډه وکړئ چې راتلونکې نسلونه یې په سمه توګه سمبال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ