تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: ولسمشر غني د نړیوالو مرستندویانو له استازو سره د کورونا په بحران کې د افغان دولت غوښتنې او اړتیاوې مطرح کړې دي او د روژې په رارسېدو له طالبانو غوښتي چې دغه میاشت کې دې د اوربند غوښتنه ومني.

ولسمشر د روژې د مبارکۍ په یو پیغام کې ویلي، حکومت له طالبانو غواړي چې د اوربند غوښتنه یې رد نه کړي او د تاوتریخوالي او جګړې کمولو برخه کې لاس په کار شي.

ولسمشر ویلي، طالبان باید د افغان حکومت او ولس غوښتنه په حساسو کورونايي حالاتو کې ومني او د روژې په درناوي دې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووايي: (( طالبان دې د افغان مسلمانانو له وینې تویولو لاس واخلي او د سولې ژوند ته دې راوګرځي.))

 ولسمشر همدا راز نن د یو شمېر چارواکو په ګډون له نړیوالو مرستندویانو سره هم ویډیويي کنفرانس نیولی او له هغوی سره یې د د کورونا پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت اړتیاوې او غوښتنې مطرح کړې دي.

ولسمشر نړیوالو مرستندویانو ته له کورونا سره د مبارزې لپاره د افغان حکومت طرحه شریکه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت څو ورځې وړاندې د دې اشاره ورکړې وه چې له نړیوالو سره به خپله هغه طرحه شریکه کړي چې د کورونا پر ضد مبارزه کې افغان حکومت جوړه کړې ده.

 په دې وروستیو کې د ولسمشر غني د مرستیال امرالله صالح له یو ټویټ څخه دا ښکاره شوه چې کابل د انجیوګانو او موسساتو په لاس له کورونا سره په افغانستان کې د نړیوالو په مبارزه خوشاله نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *