د هر واکمن او نظام له نيمګړتياوو پرده پورته کول او نيوکې کول په دې معنا نه ده چې ګواکې نقد کوونکي په اصطلاح د نظام په تخريب پسې را اخيستې ده. د نظام بنياد، تخريب يا نه تخريب خپله د نظام په چلوونکو پورې اړه لري؛ که نظام چلوونکي اهليت ولري، تدبير ولري او ورسره بشپړه تجربه ولري، نو ښکاره ده چې خدماتي چارې يې هم ښې ترسره کېږي چې په دې صورت کې بيا چا ته د نيوکې ځاى نه پاتې کېږي. که بيا هم ځينې تخريبي کړۍ وغواړي د نظام واکمن او يا هم نظام بدنام کړي په ډېرې اسانۍ يې مخه نيول کېداى شي.

را به شو اصلي خبرې ته، خلکو ډېره هيله لرله چې د ولسمشر کرزي د دورې له ختمېدو وروسته ښه ولسمشر ولري، د لا ښه پرمختګ په تمه وو، د ښه تعليم، د خوندي او هوسا ژوند لپاره يې په زړونو کې ګوړې ماتولې، د سولې راتلو تږي وو. دغه راز د يوه خپلواک، ځواکمن او يو محوري حکومت غوښتونکي وو، د دې لپاره يې په اوسنيو شرايطو کې اشرف غني وړ کس وباله، ځکه چې غني د ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې ځيني داسې نوښتونه او کارونه وکړل چې څه نا څه يې په ولس کې محبوبيت پيدا کړ. د ده د هغه وخت جديت خلکو ته دا تلقين ورکړى و چې کولاى شي هېواد له موجوده بحرانه را وباسي، زورواکي او ټوپکسالاران منزوي کړي او د تېرو کړو جنايتونو پوښتنه ترې وکړي.

ولس د خپلو دغو هيلو لپاره ارګ ته د غني په رسولو کې له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ ونه کړ، د بهرنيو او کورنيو کړيو له خوا يې د هغه د بريا پر وړاندې ټول خنډونه مات کړل او بالاخره يې تر ولسمشرۍ ورساوه.

خو کله چې يې تر بريا وروسته د سيال ټيم له خوا پر وړاندې ګواښونه او نيوکې ډېرې شوې، اشرف غني پيا هغه اشرف غني پاتې نه شو، خلکو ورکړى مشروع حق يې نيم په نيمه په مفته کې خپل سيال ټيم ته ورکړ، چې ډېره غټه اشتباه يې وه.

د مخکني ولسمشر کرزي د حکومت په پرتله يې لږکيو ته په حکومت کې څو چنده ونډه ډېره

کړه، معاونيتونه او وزارتونه يې ښه بېلګه کېداى شي.

د حکومتي ادارو وزيران، واليان او رييسان يې بې واکه اعلان کړل، چې تر اوسه هماغسې پاتې دي، دغه کار يې د خلکو پر ژوند خورا منفي اغېز وکړ، له امريکا سره يې نيمګړى چمتو شوى امنيتي تړون سره له ستونزو لاسليک کړ، له خلکو سره پر کړو ژمنو يې پښه کېښوده، هغه کسان يې له ځانه لرې کړل چې ارګ ته يې د ده په رسولو کې په سر او مال ورته ولاړ وو او واقعاً هېوادپال خلک وو.

نا امني ډېره شوه، وزګارتيا تر خپل وروستي حده ورسېده، د بيارغونې کارونه ټول په ټپه ودرېدل، دښمن ته يې د دوستۍ لاس ورکړ چې پر زيان ورته تمام شو، امنيتي هوکړه ليک يې ورسره لاسليک کړ.

تجربه لرونکي کار کوونکي او مامورين يې له دندو ګوښه، لنډغر، بې تجربه او لاوبالي کسان يې د هغو پر ځاى مقرر کړل.

دغه ټول کارونه د ده او ورسره په ارګ کې د ځينو پرې راټولو د خود خواهۍ له امله وشول؛ دوى فکر کوي چې په رښتيا نابغه ګان دي او هېڅ مشورې او مرستې ته اړتيا نه لري.

د دوى دغې خودخواهي ولس او هېواد نور هم د بربادۍ تر حده ورساوه چې اوس يې دغه دى انجام ان د ولسواليو او کابو د ولايتونو تر سقوطه را ورسېد او لرې نه ده چې ارګ هم له لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *