عبدالغني هاشمي د خپل نوم په څېر د پوهې او هنر په بېلابېلو مزاياوو مغتنم ،له نن څخه شاوخوا ۴۳ کاله وړاندې د لغمان په ډکه غېږه کې ارواښاد محمد هاشم کره سترګې وغړولې. له ونې دنګ دی. له څېرې جدي او مغرور سياسي لوبغاړی ښکاري، خو له خويه نرم، خاورين فطرت او رقيق القلب انسان دی. هره خبره يې له ځار او قربان سره مله ده. نوموړی د خپلې مېنې پرتله په نورو سيمو کې ډېر استوګن شوی دی، خو د خپل کلي مينه يې په زړه کې هماغه شان په غړغندو ده:
پـاڅه مينه په سپېدو وکړه لغمانه
ژوند د عشق په ولولو وکړه لغمانه
زه به شور د الينګار له څپو واخلم
تـه مـې ژبـاړه د ټپـو وکړه لغمـانـه
غني نه يواځې دا چې د ادب لپاره پنځونې کوي، بلکې د منځلارو په څېر د ژوند اړخ هم نه هېروي. يا: که له يوې خوا دی په شعرونو کې د شعر تخنيکي، فني او ښکلاييز اړخ ته ډېره پاملرنه کوي، تر څنګ يې د پيغام او مسج محتوا هم نه هېروي. ښايي د نوموړي د بريا يو راز همدا وي. وخت، نيم چې په فېسبوک کې د ښاغلي غني شعرونه لولم، ډېر پام مې د شعر الفاظو او کوډکرو تورو ته وي. ښکاري داسې چې دی د زړه شاعري کوي. دخپل زړه د دردونو، احساساتو او همداشان د خپل فکر وياندي کوي. دا سمه ده، چې شعر پخپله له ټولنې څخه رااخيستل شوی تاثر او برداشت دی، خو دا تاثر عام وګړي هم لري؛ ولې د شاعر کمال دا دی، چې په ګلوييونو کې يې رانغاړي. دلته بيا هم خبره ډېره سطحي نه ده. په ګلوييونو کې يې رانغاړل هم د زړه ويني څښي. ښاغلی هاشمي همدې ټکي ته په پام د وچو الفاظو شاعري نه کوي. خپل د زړه آواز او د مافی الضمير غبرګون تر ډېر رياضت وروسته د لوستونکو مخې ته ږدي. په لاندې کرښو کې له شېبو او حالاتو څخه د نوموړي دردجن انځوريز تاثر درواخلئ:
بیا له اسمانه د توبه توبه غږونه راځي
قرآن بیا عرش ته په شکوه روان دی
خدای ته بیا سوال د اسرافیل د شپېلۍ
د پو کولو کوي
چا یې پر پاڼو باندې
د تلاوت د خوږ وصال پرمهال
د سپین محراب غېږه کې
د بم پر سرو سرو پارچو
د یوه خواږه ملګري
د وینو څاڅکي او د غوښو ټوټې
سخورې ورې شیندلي
په يوه داسې اکر کې چې ټولې نړۍ اور اخيستی او ځينې بدرنګه د دې اور پراخولو ته پوکي وهي، غني هاشمي يې د تورو پر مټ د قابو کولو هڅې روانې کړي دي. ښکاري داسې چې ده د خپلې شاعرۍ ګڼو اړخونو ته شا اړولې ده او دخپل تخليق آره موخه يې د امن ترانه او د مينې سندره ګرځولې ده:
موږ ترېنه وینه ناخلو، موږ نړۍ ته مینه وروړو
موږ د حکمت او موعظې د عشق جلال اخستی
دواړه جهاد ته ځو او ګورو به چې څوک یې ګټي
تا توره او ډال اخستي، ما یو سپین مشال اخستی
چا ورته ناوې کړې ډالۍ او چا په تشو لاسو
په خپل هنر د تور ښامار له ژامې لال اخستی
رسوله تا له خپل دښمن سره هم مینه کړې
خو ستا امت له خپله وروره سر او مال اخستی
له تخنيکي پلوه هم د ده شاعري لاجوابه ده. که پخوا يې د رديف او قافيې په زنځيرونو خپل خيال تړلی و، خو بيا يې هم شهکار ابيات ټوکولي دي. نه يې فکر ابتذال ته پرې ايښی او نه يې سوليدلي کلمي پييلي دي:
لمبې په هر قدم کې شوې د عشق توپاني لارې
ستي خو په کې شومه ربه سکور به شم که نه
موږه لېوال ستا د جمال لا د وصال په هيله
اړوو تل د اور په څڼو بېنوا وختونه
غوټۍ، غوټۍ سترګې يې مړاوې شي د عشق له تاوه
زما نظر يې چې تڼيو يې ته لاسونه مروړي
شفق يې مه بولئ څه بل نوم ورته ولټوئ
زما په وينو باندې سرې دي د آسمان منګولې
او يا چې اوس زما له وهمه ډېر پام يې آزادۍ شاعرۍ ته دی، نو لا يې پسې خوندوره او خيالي کړې ده. د شعر ځينې څانګيز پوهان د شعر بنسټيز توکي درک او احساس، عاطفه، لوړ تخيل، انځور، ژور فکر او شعريت ګڼي او دا ټول ځای، ځای د ښاغلي هاشمي په کرښو کې تر سترګو کيږي. ادبي صنايعو او فني تحسيناتو يې د شاعرۍ مست روح او جوهر سندريز کړی دی، چې دا يې د اوچت پيغام د لېږد يوه ښه وسيله ده. له دې ډلې يوازې د ژورې عاطفې ا و نادرو تشبېهاتو څو انځوريز بيتونه رااخلو:
ځاله شوه ړنګه بچي لاړل ترې نه
ارمان د مور، د هر چا سترګو کې دی
له پورې ځنګله بيا راځي توبه، توبه غږونه
چا ويل چې انسانان خوري، په ښارونو کې يو بل
د زړګي کب د تن په وينو د ژوند شپې اوږدوي
عشق د حيات اوبو ته لا بندونه نور اوږدوي
وړنګنو اننګو راته د خيال هېنداره سره کړه
د لمر په تنابونومې غزل ليکلی دی
اخته چې بې دردان دوه ليوني کړي يو تر بله
افغانه رقيبان دې هسې جنګ ته په خندا شي
که يواځې د ښاغلي هاشمي له شعره يادونه کوو، نو دا به د ده په حق کې ناسم قضاوت وي. ځکه نوموړی يوازی شاعر نه دی. هاشمي د ليکوال په توګه، د سياسي مبصر په توګه، هاشمي څانګيز او نوموتی ژورنالېست او بالاخره يو ښه او د روانې طبعې ژباړن. ښايي تر دې نورې ډېر ځانګړنې هم ولري، خو فقير بنده يې په ناخبرۍ وبښئ.
لکه څنګه چې ياده شوه، ده ډېرو برخو ته لاس اچولی دی، خو په عامه اصطلاح هرې چارې ته يې کار ويلی دی. سطحي او بابيزه يې نه دی ګڼلی. د ژورنالېزم په برخه کې تکړه ژورنالېست دی، چې عملي او بريالي کارونه يې په خپله ځان ښيي. زما د معلوماتو له مخې يو نيم ژباړې هم چاپ شوي دي. ټولنيزو شبکو او نورو وېبپاڼو ته د هېواد پر روانو چارو ژورې تبصرې جوړوي او د ټولنې د ويښ بچي په توګه په دې برخه کې هم سترګې نه پټوي.
ښاغلی عبدالغني هاشمي د لغمان دی، خو ښايي کاري بوختياوو او مجبوريتونو ترې خپله مېنه هېره کړې وي، چې دې لور ته چندان سر نه ښکاره کوي. دی په لغمان کې د فرهنګي بنسټونو او بهيرونو له موسسينو څخه و. (لغمان ادبي او کولتوري خوځښت) د همدوی په هڅو او د ځينو نورو ملګرو په خواريو ودان و، چې له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته ګڼ ليکوال، فرهنګيان او شاعران راتلل. کله په الينګار کې او کله هم په مهترلام ښار کې يې بنډارونه او غونډې کولې. په ننګرهار کې يې هم خپله دېره (هاشمي کمپوزېنګ مرکز) توده ساتلې وه. د ده د سر وېښته سپين شوي دي، خو د قلم ځواک، د زړه شيمه او د احساس شور يې نه دی مړ. ده انقلابونه او رژيمونه وليدل، تودې سړې ويې وليدې، خو د ځينو په څېر يې رنګ بدل نه کړ. دی له ټولو ننګوونکو شرايطو بريالی وتی دی او په اصطلاح اوس پوخ شوی دی. اوس به تنکي زلميان له دوی څخه زده کوي. د دوی تجربې به خپلوي او د ده له افکارو، علميت او کرکټر څخه به خپله شخصيت سازي کوي.
د ډېرو په څېر د ښاغلي عبدالغني هاشمي طمع د وخت له سپرليو څخه نه ده پرې شوې. دی د حالاتو په تيارو پسې، سباوون ته انتظار باسي. زړه يې اوس هم په دې طمع ساه اخلي، چې که ګوندې د زمان د څانګو سرو غوټۍ ګل شي او که ګوندې د خپل ارمان د ناوکۍ د وصال تر درشله ورسي.
ارمان يې مه شه!
کله کله خو ګردونه ترېنه څنډه
ستا د زلفو ولونو ولونو وخت به راشي
د ارمان څانګې دې تاندې ورته ساته
هاشمي د ګلابونو وخت به راشي