هغه معلومات چې په ټولنیزو رسنیو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د کلیدي پلویانو او مشاورینو له خوا له یو بل سره تبادله کېږي څرګندوي چې پر اشرف غني احمدزي په ارګ کې دننه او د باندې فشارونه زیات شوي دي چې استعفی ته اړ وېستل شي. په یوه پیغام کې ان دا هم ویل شوي چې ډاکټر غني له تنظیمي مشرانو سره چې دا څو کاله په تنظیمي او سیاسي لوبو کې ښکېل وو د لوبې کولو پخه سیاسي تجربه نه لري کله کله بې حوصلې کېږي، لږ مقاومت کوي خو تر څو ورځو وروسته بیا د اجرایې رئیس غوښتنو ته غاړه کېږدي. ډاکتر عبدالله عبدالله قدم په قدم د ډاکټر اشرف غني احمدزي د منثور هغه قرمیزي کرښې تر پښو لاندې کوي چې تر ټاکنو دمخه یې د تداوم او تحول په موخه کښلي وو.
ډاکټر اشرف غني احمدزي تر ټاکنیزو ناندریو وروسته او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په غوښتنه د ملي یووالي حکومت ته غاړه کېښوده چې له مخې یې ډاکټر عبدالله عبدالله ته د اجرائیه ریاست چوکۍ ومنل شوه، دغه پرېکړه که څه هم د افغانستان د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون خلاف و خو د افغان ولس له خوا یې ځکه ښکاره مخالفت ونه شو چې هېواد د بحران خواته ولاړ نه شي.
د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر د میاشتې په ۲۹ نېټه ډاکټر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو په ورځ له ولس سره وعده وکړه چې د حکومت چارې به دیوه منظم او صریح پروګرام له مخې وټاکل شي او د وزارتونو ترمنځ تداخل به له منځه یوړل شي. له یو شمېر خلکو سره د ملي یووالي د حکومت له پیله اندېښنه وه چې په یوه دوه سري حکومت کې به اکاډمیک شخصیت ډاکټر اشرف غني احمدزی چې د عمر زیاته برخه یې په تدریس کې تېره شوې او سیاسي تجربه یې کمه ده څه ډول وکولی شي له خپل اجرائیوي رئیس سره د سیاسي قدرت او کابینې ویش، ، له ګاونډیو سره لوبه او د افغانستان د بحران چارې کنټرول کړي. د افغانستان د سیاسي مسایلو څارونکو سره پوښتنه وه چې دغه متضاد فکټورونه به څنګه په ګډه د افغانستان د ملي منافعو لپاره کار وکړي، ځکه چې اجرائیوی رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د قدرت سرسخته شوقي او کلیدي ملاتړي یې د افغانستان د ملي منافعو ښکاره مخالفین دي. پوښتنه دا وه چې ایا قدرت به پنځوس – پنځوس د سیاسي، تنظیمي او قومي ګټو پر بنسټ وویشل شي او که د افغانستان ناپېیلو سیاسي، ټولنیزو او علمي کدرونو ته به هم په کې ځای ورکړل شي.
دادی اوس د ملي یووالي د حکومت اوومه میاشت په پوره کېدو ده، خو دملي یووالي حکومت کې چې اصلي موخه یې د بحران کنټرول او دملي یووالي پیاوړي کول وو ورځ تر بلې د بېلوالي چاود زیاتېږي. د تحول او تداوم د منثور مادې یو په بل پسې د اجرایي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له خوا دده د ځاني او تنظیمي ګټو پر اساس چلینج کېږي. د تحول او تداوم د منثور د تطبیق ساحه یوازې هغو ولایتونو پورې محدودېږي چېرته چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته زیاته رایه ورکړل شوې ده. د ټول افغانستان په اړه چې کوم تصمیم نیول کېږي د ډاکټر عبدالله عبدالله رول په کې په سلو کې اتیا فی��ده دی چې همدې کار ګډ حکومت د زوال له خطر سره مخ کړی دی.
د ملي یووالي د حکومت له لومړیو میاشتو را په دې خوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي زیاتې پرېکړې د اجرایي رئیس له خوا ویټو شوي چې دفاع وزارت ته د جنرال افضل لودین د کاندیدولو نه منل او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د مشرې په توګه د شکریې بارکزي فرمان په شا تمبول یې ښکاره بېلګې دي. اوس اوس اجرائیه ریاست پر دې ټینګار زیات کړی چې د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال او دملي بانک رئیس دې هم معلوم او پارلمان ته د رایې اخیستنې لپاره ولېږل شي. د سترې محکمې او لویې څارنوالۍ لپاره چې کوم کسان د ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا وړاندیز شوي اجرائیه رئیس ورسره مخالفت کړی او هڅه یې داده چې د سترې محکمې لپاره ملا فضل احمد معنوي ددوی په خوښه ومنل شي چې په بدل کې به یې لوی څارنوال د ډاکټر اشرف غني احمدزي له خوا غوره شي.
تر ارګ او کابینې بهر ولایتونو نه هم ځینو معلوماتو درز کړی چې د اجرائیه رئیس په خوښه ګومارل شوي والیان دډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم ستراتیژۍ ته غاړه نه ږدي، ان په ځینو ولایتونو کې لکه بدخشان او مزارشریف یې تصویرونه هم د ولسمشر په توګه د چارواکو په دفترونو کې نه دي ايښودل شوي او پر ځای یې د ډاکټر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني تصویرونه ځړول شوي.
د پارلماني ټاکنو په اړه هم وړاندوینه کېږي چې د شکریې بارکزي تر نه منلو وروسته به ډاکټر عبدالله عبدالله خپل باوري کس دې څوکۍ ته وړاندې کړي چې په پایله کې به یې پارلماني ټاکنې هم دده په خوښه ترسره شي او په راتلونکي پارلمان او لویه جرګه کې به یې ونډه زیاته وي. ډاکټر عبدالله عبدالله په دې پوهېږي چې د اجرائیه ریاست څوکۍ یوه بې بنسټه او ناقانونه څوکۍ ده، هڅه کوي هرڅومره ژر چې کېدلی شي د افغانستان اساسي قانون تعدیل او د صدراعظمۍ څوکۍ منځته ته راشي.
د تېرو څو میاشتو د اسنادو او شواهدو نه معلومېږي چې تر اوسه ډاکټر اشرف غني احمدزي د اجرائیه رئیس د غوښتنو پر وړاندې جدي غبرګون نه دی ښکاره کړی، د اجرائیه ریاست له څوکۍ نه نیولې، د مهمو وزارتونو او د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رئیس تر څوکۍ پورې پرېکړې د ډاکټر عبدالله عبدالله په خوښه ترسره شوي. که چېرې دا حالت دوام وکړي او ډاکټر اشرف غني اجرائیه رئیس مهار نه کړي نو لرې نه ده چې استعفی ته یې مجبور کړي.
دا چې ددې کار ګټه به چاته ورسېږي، پاکستان، طالبانو، داعش یا شمال ټلوالې ته په دې اړه اوسمهال څه نه شي ویل کېدای. مګر په داسې حالاتو کې چې پاکستان له افغانستان سره نوې لوبه پیل کړې او هېواد کې د داعش د راتلو اوازې او انګازې هم زیاتې شوي دي، د ګډ حکومت مشرانو ته په کار ده چې خپل سیاسي اختلافات د ملي تعهد له مخې هر څومره ژر چې کېدلی شي حل کړي. هغو هېوادونو کې چې سلګونه ملیونه ډالر یې د جنګسالارانو جیبونو ته ولوېدل او د ډاکټر اشرف غني له راتګ سره یې د فساد د مخنیوي تمه را ژوندۍ شوې وه ورځ په ورځ ناهیلي زیاتېږي. مرستندویه هېوادونه فکر کوي که چېرې د ګډ حکومت د بېړۍ ماڼوګان خپلمنځي اختلافات حل نه کړي او د افغانستان زیات واک یو ځل بیا د جنګسالارانو او تنظیمي اشخاصو لاس ته ورشي نو د ګډ حکومت متزلزل کېدل او د مرستو د بېځایه کېدلو ویره سل په سلو کې یقیني کېږي.
اوسنۍ وضعه د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده، که چېرې د اجرائیه رئیس پر وړاندې د تحول او تداوم منثور ماده په ماده قرباني کېږي نو لرې نه ده چې یا ډاکټر اشرف غني احمدزی استعفی وکړي او یا هم ولس ترې خپل باور بېرته واخلي.
———————————
د لیکوالو لیکنې د تاند د دریځ او نظر ښکارندويي نه کوي.
شمسزی صاحب خبره دی درسته ده اما داس فکر هم مکوه چی غنی صاحب تر غبدالله نه پوخ سیلست ونه لری وایی صد تک زرگر یو تک اهنگر غنی صاحب داسی پوخ سیاست لری چه عبدالله یی په مرض د سرطان اخته کری ده اول که د عبدالله په زره وای د امنیت ریاست د صالح وای د داخلی وزارت به عارف سروری وای نو یو د دفاع وزارت هم به له شورای نظار نه تعین کیده اما داسی ونه شوه خبره داسی نده چی تول کار به د عبدالله په خوشه وی که دقیق فکر وکی دا داکتر غنی دی چی عبدالله ته اور بل کری او د عبدالله هره خبره د اشرف غنی له خوا نه منل کیزی حتی وایی چی په اول کی عبدالله عارف سروری د داخلی وزارت ته تعین شوی وه اما ولسمشر ورته ویلی وه زه هیح کله یو جنایت کار چی د پشتنو په وینو یی لاسونه سره وی داخلی وزارت ورکرم ولی تول د شورای نظار تالی حتی داکتر غنی ته بد اورد وایی هغه متل وی چی وایی هرکسی را درد رسد نا جار گوید وای وای باید له تو لو پشتنو نه یوه گیله وکو چی پشتانه دیر ژر خل حان خرسوی هره خبری ته په اساسی شکل نه گوری که چیری د پشتنو وکیلانو ته وگورو هغو پشتنو چی یو وخت یی له داکتر صاحب اشرف غنی نه حمایت کا وه نن همغه وکیل د شورای نظار سرانو او جنایت کارانو ته تسلیم شوی د عبدالله جنایت او خیانت ته هیچ نه گوری اما د اشرف غنی ته یی د انتقاد گوته نیولی ده ولی اصلی عامل او د دی بد بختیو اصلی عامل او بد ناورین اصلی عامل چی عبدالله او د شورای نظار جنایت کاران دی اشرف غنی او عبدالله ته په یوه سترگه گوری داسی نه ویل کیزی چی اصلی عامل خو د شورای نظار جنایته دله ده ولی داسی نه ویل کیزی چه همدغه د شورای نظار دله ده چه د امریکی او سلاح په زور په داکتر صاحب باندی تحمیل شوی ده نو هغه پشتانه وکیلان او شنونکی له شکریه بارکزی نه هم بی غیرته ول شکریه یوه قهرمانه ده شورای نظار ته تسلیمه نشوه اما یو تعداد پشتانه د شورای نظار تر تائثیر لاندی راغلی په هره خبره د شورای نظار په خبره دی هم ورسره سر خوزوی پرون می د پتمن صاحب یو گردی میز کی یی خبری کولی اصلی عامل یی نه په گوته کاوه اما عبدالله او داکتر صاحب ته یی په یوه سترگه کتل داسی یی ونه ویل چی اصلی عامل حوک دی ولی عبدالله په هره مسئله کی د امریکی نما ینده را بلی نو داسی وایو چه خاین خایف دی عبدالله او د شورای نظار سران دیر بی غیرته او بی همته خلک دی دوی نه شرم لری نه هیا او نه غیرت
که څه هم د ملی یوالي حکومت جوړیدو باند ولس خوښ نه بريښی مګر په هغه صورت کې که چېرت دوې د خپل ولس د خدمت لپاره هڅی کړي وايي.
زه به په لنډو ټکو کې داسې و واييم چې ، ددغې ټاکنود پايلو او همدارنګه د افغانستان دبدبختيو سره د مخکيدو ټول مسؤليت د ټاکنو په کميسون او د هغه په مسؤلين پرغاړه دې که د هره نګاه وی .
اوبس .
د فرمان نه منل او د منشور تر پشو لاندي كولو سلسله به تر هغو روانه او مخ پر زياتيدو وي تر څو چي اشرف غني دوي ته حكومت نه وي پريشئ او څومره چي جمهور ريس انعطاف پذيري كوي هومره به يي مخالف لاسونه ستوني ته ور نيژدي كيژي تر څو چي يو جدي اقدام ونكړي دا مسله به ورحٌ تر بلي خطرناكه كيژي او د مخالفينو منگولي به كلكيژي او بلي خوا اشرف غني ته استعفىٰ دخپل ټول ژوند تحقيقاتو او ليكنو ا څيړ نو د ناكامئ په معني ده خو مونژ نه پوهيژو چي ولسمشر به څه ابتكار په نظر كي لري
نه پوهیږم چی دا کمینټ به غنی ولولی که نه خو بیا هم امید دی چی ولولی
زما وینا دا ده چی موږ په ډیر باور رایه ورکړی وه د دا شان بی نظمی تمه مو نه درلوده ځکه چی موږ اوریدلی وو چی غنی یو پوه ، نړیوال او قاطع شخص دی او دا به د عبدالله په شان هرزه کسانو ته اهمیت ورنکړی او د هیواد د ښه راتلونکی لپاره به د هیچا ونه منی خو افسوس چی زموږ هیلی په ناهیلی بدلی شوی او هر څه په چپه اړخ روان دی شخصا زه به نور هیچا ته رایه ورنکړم او د انتخاباتو په نامه به د کوره ونوځم ځکه چی زموږ په رایو ریشخند ووهل شو نور موږ د رایی ورکولو په نامه به په ځان ریشخند ونه وهو ځکه چی غنی په تیر اوو میاشتو کی په داسی نرمی چی عبدالله سره روانه کړی او د هغه بی ځایه غوښتنو ته سر ټیټوی او سم کلک دریځ نه نیسی زموږ زړونه یی مات کړل او ځان یی وشرمولو
کله چی انتخابات شروع شول او د اشرف غنی صاحب شخصیت ته چی زموږ احترام وو نو ما او زما په شان ډیرو خلکو خپلو پروفایلونو کی د اشرف غنی صاحب عکسونه ولږول او شپږ میاشتی وروسته چی زموږ زړونه یی مات کړل نو اوس ما د غنی صاحب عکس د پروفایل نه وران کړو او زه چی وینم ټولو مینوالو یی د پروفایلونو نه د غنی صاحب عکسونه لری کړی یعنی د ټولو خلکو زړه زما په شان تری بد دی
نو بیا هم شاید ناوخته نه وی بیرته یو ښه او کلک ولس مشر شه او د ګل موجان په خبرو ځان د خلکو د زړونونه مه پاکوه پریږده چی ګل مرجان چی څه کوی شی هغه دی وکړی هر څه به یو طرفه شی یا به سم ودان شو یا به سم وران په دواړو حالاتو خوشاله یو خو پداسی بی غیرتی او نامعلومه ژوند نه . مننه
د دوکتور نجیب الله د واکمنی په وروستیو میاشتو کی هغوی چی اوس ځانونه په شمالی ټلوالی کی وینی، دیته ورته آوازی خپرولی او د شهید دوکتور نجیب الله د واکمنی پر ضد به یی رنګارنګ تبلیغات کول چی « تو که حکومت کرده نمیتانی ، برو استعفی بته ، بان که یکی دیګه بیایه » بالاخره دا کار وشو او د افغانستان سل کلنه تجربه کاره اردو له پښو وغورځیده، د 5000 په شاوخوا کی زغروال ټانکونه او شوبلی ، د 400 نه زیاتی نظامی مختلف النوع الوتکی ، سکات ، لونا ، اورګان ، پیچور توغندی او نور په زرګونو ډول نظامی او دفاعی وسایل ټول د شمالی ټلوالی د نا اهلو مشرانو د جاه طلبی له امله ایران ، پاکستان ، تاجیکستان او ازبکستان پوری ورسیدلی ، د نیم میلیون وسله وال پوځ تجربه کاره منسوبین یا ووژل شول ، یا نورو هیوادونو ته مهاجر او پاتی نور غیر مسلکی کار و بار او خواری مزدوری ته اړ کړل شول. د کابل ښار، تاریخی ځایونه ، د ولایتونو مرکزونه او ښارونه په کنډوالو بدل شول د افغانانو وینه خو هسی هم دا څلویښت کال مفته او رایګانه توییږی . د مظلومانو د پوښتنی او یا د قاتلینو د محکمی لپاره خو نه کورنی او نه نړیوال وجدانونه حاضر نه شول. د شمال ټلوالی نخری لا تر اوسه د کابل ښاریانو په خاطرو کی لا پاته دی ، د افشارو مظلومو خلکو قتل عام ، د ښځو د تیونو پریکولو ، د « رقص مرده » ډرامی ، په ښځو جنسی تجاوز ، په مخالف قوم پوری د بیګناه افغانانو د بندیانولو او وژلو، د انسانانو د غوښو خوړلو او نورو بشری ضد جنایتونو عاملین خو دادی نن د اجراییه ریاست په تشکیل کی سره راټول شوی دی او غواړی پخوانی تجربی یو ځل بیا تکرار کړی.
اوس د افغانستان د ملت خوښه ده کومه لار نیسی: چی هغه پخوانی تجربه بیا تکراروی ، هغوی چی نیم ژواندی دی له هغوی نه هم د انسان په جامه کی د وحشی ځناورو له خوا د هغوی ژوند واخیستل شی یا کډوالی او مهاجرت ته اړویستل شی او د پلرونو او نیکونو په وینو ساتل شوی هیواد د پردیو مزدورانو ته پریږدی او …. د ذلت او بربریت ژوند وکړی ….
او یا دا چی د خوشحال بابا په قول :
د ننګیالی دی دا دوه کاره
یا به وخوری ککری یا به کامران شی
که دوکتور اشرف غنی د هیواد منتخب ولسمشر هرڅومره ډیری اشتباوی هم وکړی او ملت پدی اوو میاشتو کی تری ناراضه دی ، د هغه څه لپاره چی د افغانستان زړور ولس پردوی باور کړی وو خو ښاغلی ولسمشر د محافظه کاری یا د « خود کش بیګانه پروری » سیاست غوره کړ ، بیا هم ناوخته نه ده . ولسمشر خپلو اشتباګانو ته متوجی کړی او مجبور کړل شی خپلو ژمنو ته بیرته وفاداره شی او هغوی مطمین کړل شی چی یواځی نه دی بلکه ولس « زما مقصد له ولس نه هغه میلیونونه افغانان دی چی په ډیرو سختو شرایطو کی یی ښاغلی ولسمشر ته رایه ورکړی او دوی یی قدرت ته رسولی دی » له دوی سره دی.
د ملت زور د خدای زور دی که د افغانستان غیور ولس بیا شهامت وکړی او تر واحد قیادت لاندی سره راټول شی او د ښاغلی ولسمشر تر مشری لاندی یو موټی شی ، لری به نه وی چی د ایران او پاکستان مزدوران به بیا په لړزه شی او تر مشهد او کولابه پوری به وتښتی . خو ولس باید دی ته هم پام وکړی بیا به د آریانا افغان هوایی شرکت الوتکی ونه تښتوی ځکه تیر ځل یی د آریانا افغان هوایی شرکت الوتکه په مشهد کی د 50 میلونو دالرو الوتکه په 35000 دالرو خرڅه کړه او کومی وسلی چی د ملی اردو په چوکاټ کی پاته دی هغه به هم خرڅی کړی . اوس اختیار د افغانستان د ولس ده چی څه کول غواړی .
Enshallah daa Talibanoo ratag taa baa zaminaa barabara shee .
Never, you will never reach your dream.
تر اوسه د پټی سر دی پټی ښکته سورور دی. د اختر نوی کالی د مبارک ، ناکامی د مبارک.
د ملي يوالي حكومت لاسليك داستعفا لاسليك ده مه خفه كيزه كه نن ي لاسليك نه كري سبا به ي لاسليك كري او تر دي حالت سخه لاسليك كول شه دي
ولس د غني د لاسه په نري رنځ اخته دی؛ ده ته ولس د دې د پاره ووټ نه و ور کری چې قدرت و ویشه؛ دا د افغانستان د ویش د پاره د غني لمری امتیاز دی چې عبعب ته یې ور که
یوه قلمي غلطي: منثور باید منشور لیکل شوی
وی
لیکوال د افغانستان د ګټو په ځای خپلو غوټو هوارولو ته ډیره پاملرنه کرې ده؛
وروره په دی لیکنه خو دی هسی چټی وخت ضایع کړیدی. تاسی چی کوم تحلیل کړیدی هیڅ منطق دغه نشی قبلولی ځکه غنی مخکی له مخکی په دی پوهیده چی له داسی مشکلاتو سره به مخامخ کیږی. هغه خپله څو ځله پر خپلو بیانونو کی ویلی دی چی له دی ولسمشری سره به زه د زړه وینی خورم. دا وطن قربانی ته اړتیا لری، تر هغی چی له ستونزو سره مبارزه ونشی دا وړی به هیڅکله شړی نشی. غنی که له خپل سر څخه د دی وطن په خاطر تیر دی نو هیڅکله به هم استعفا ورنکړی. بل دا چی که ته غواړی خپل ځان په داسی هسی بیهوده لیکنو باندی مشهور کړی نو هغه بیله خبره ده
زه د تاند له اداری څخه هم غوښتنه کوم چی د بیهوده لیکنو په خپرولو سره د خپل ارزښت نه کوی.
زه په خارج کې ژوند کوم کله چې د داخل د افغانستان د خلکو بې هوسلاږې او.ږ سېاسې نظرېات لوالم زه هم ورسره بې هوسېلې شم . زما په نظر افغانان باېد صبر وکرې تر څو خارجې سېاست معلوم شې او دا نن ورځ چې کوم کړکچ په ارګ کې روان داۍ داهغه د داکتر غنې په ګټه داۍ ځکه چې خارجېانو ته ]امرېکه[ ثابته شې شمالې تلواله د امرکه ضد او د روس او اېران په ګټه کار کوې که په بل ډول ورته وګورو د کرزې په حکومت کې 100% حکومت د شمالې تلوالې ووه لکن نن ورځ 50 % نه هم کم حکومت شمالې ټلوالې ته ورکرل کېژې. د کرزې تول بادې ګاردان فارسېوانان ول او د غنې بادې ګاردان خپل خلک دې کرزۍ 1% خودمختاره نه وه غنې 50% هغه د افغانانو په اصطلا خپل واک داۍ. ېو نظام 100 % په هېڅ ځۍ د دونېا کې تغېر نه داۍ کرۍ دا اولانې 5 کاله د غنې سېاست 50% تاغېرات راوالې او 5 کاله وروسته انتخاباتو ګاټونکۍ غنې حتاً که ېو پشتون هم راۍ وار نکرې. امرېکاېان ېې په طېاره کې ورته بکسونه داکه وې. نور افغانانو ته په کار دې چې خپل درسونه وواېې او راتلونکې ته امېدوار ووسې. ځدران له سوېدان څخه
ټولو دوستانو ليکونکو اولوستونکوته سلامونه! زه يو تعدادمبصرينو او ليکوالوته چی ګورم ،داسی ليکنی دمحترم غنی په وړاندی نوشته کوی چی دتعجب وړ دی اوهيڅکله يي حقيقت ندی ليکلی يوه خبره کوم چی موږ ټول لافی،غوراډبی اوباټی وهو کله چی درښتيا ميدان راشی بيانو ځانته سوری لټوو، دادغنی اودهغه دګروپ زوردی چی د شورای نظارغله يي ديوه ميزپر شا او خوا کشينول ترپرونه ته اوموږ هم هيڅوک نو ،بل داچی ورانول کوم سخت کارندی اما ابادی اوجوړونه وخت اوشرايطوته ضرورت لری ،هغه ډله غله چی حکومت اوخلک يي برمته کړی وه اوس دی ته مجبور شوی چی ستااواميرومنی ،دا کومه ساده خبرنده اوکه بيا چا دسياست څو ورقی لوستی وی نودا خبردټاکنو په لمړی اودوهم پړاو کی دراتلونکی وضع تحليل کيدو چی څه به پيښيږی واضح خبره داده چی دجهاد په نامه دغلويوی ډلی په کمين کی دنظام دګډوډولو لپاره تياره امادګی نيولی وه، راځم اصلی خبری ته چی غنی به هيڅکله استعفا ورنکړی ، مو ږدخپلوداکثريت درايوڅخه ددفاع په لاره کی قربانی ته حاضريو .نور دظالمانو په وړاندی ټول ملت متحد دی . سرلوړی دی وی افغانستان،بريالی اوکامياب دی وی غنی
زه په هغه لیکنو چه صبا ته به می انتظار وو چه دفتر ته لاړ شم او دغنی صیب په ارتباط ښه ښه مطالب خپاره کړم
وروڼو او لوستونکو ما تر اوسه غنی دنږدی نده لیدلی خو یو اوبل به ویل چه متفکرده نا بغه ده سیاست مدارده وغیره وغیره نو په رښتیامی ورته ډیر کار کړی او تواقع می داوه چه دا وران ویجاړ حالت ته دپای ټکی کیږدی نور شخصی مطلب راسره نه وو نهمی غوښتل چه ما وزیر یا معین مقرر کړی زه اوس هم ښکلی او لوړ بست کی کار کوم خو افسوس په ټولو کړو وړو پښیمانه یم کاشکی خبل وخت می دده په توصیفو نه وه ضایع کړی څومره چه موږ طمعه او تواقع لرله برعکس بل څه راووتل موجوده حالاتو ته په کتو وطن هیواد مو ډیر بد حالت لری او ددینه بدتر خواته روان ده لهذا هیله کوو جه نور وطن کی دوینودتویولو زمینه را منڅ ته نشی خلک مطلق ناراضه دی ورڅ تر بلی حالات خرابیږی خدای مکړه کورنی جنګونه شروع نشی بیایی کنتولول مشکل بولم لوی جرګه دراوغواړی استعفاه دوړاندی کړی (ومن الله توفیق)
له ډیر فکر څخه وروسته می په یوه خبره سر خلاص شوی
غنی سیاست پوه دی
خو سیاستوال نه دی