تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د ولسي جرګې اداري پلاوي له ولسمشر غني سره په کتنه کې ویلي، د سولې په خبرو ک‌ې باید په جمهوریت، امنیتي ځواکونو او د وطنوالو په حقوقو معامله ونشي.

د تېر مازیګر په دې لیدنه کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار، شیرین محسني، میرداد نجرابي، میرویس یاسیني، خالد اسد او ملک قیس نوراغا ملکزي خبرې وکړې.

یادو استازو د اساسي قانون ، امنیتي ځواکونو د ملاتړ، د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو او د وطنوالو د حقونو د خوندیتوب او سولې پروسه کې د ښځو د فعال حضور د غوښتنې پر مهال وویل، هیله یې دا ده چې د سولې پروسه کې ملي شورا ته اساسي رول ورکړل شي.

دوی د سولې پروسه کې د ټولو اقشارو پر شمولیت او د دوست او دښمن پر تفکیک د ټینګار پر مهال څرګنده کړه، د سولې پروسه کې د ملت، شرف، عزت او بقا یو اصل دی.

ولسمشر غني هم په خپلو خبرو کې وویل د ټاکنو بریا، د جمهوریت بریا ده او ارګ له جمهوریت پرته بله کړنلاره نه لري: ((اساسي قانون زموږ حدود او صلاحیتونه ټاکلي دي او د ولسي جرګې او لویې جرګې له تائید پرته هیڅ هوکړه لیک د تطبیق وړ نه دی.))

ولسمشر څرګنده کړه، پلاوی به یې له واضح کړنلارې سره مذاکراتو ته ځي او لومړی ځل دی چې د کلي او ګذر، ولسوالیو، ولایتونو او ملي کچې په څلورو سطحو کې مشورې ترسره کېږي.

ولسمشر وویل، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، بلکې دایمي ګټې لري، زموږ ګټې دوامداره دي او تدبیر غواړي: ((موږ په فعال حالت کې یوو، له پیاوړي دریځه مذاکراتو ته ځو او پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅ راز معاملې ته حاضر نه یوو.))

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید ګواښونه او فرصتونه تشخیص کړو، خپل ملي دریځ، یووالی او همغږي خوندي او د سولې پر لور هم مهاله خپلې سیمه ییزې اړیکې هم پیاوړې کړو.

دا په داسې حال کې ده چې د دې اوونۍ په پای کې به د امریکا او طالبانو هوکړه لاسلیک شي چې سمدستي به لس ورځې وروسته بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

One thought on “غني: افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري”
  1. ټول ولس وایی چی تر پرونه پوری امریکا د ترهګر او طالب په نوم زیاتره بی دفاع ولس په زیاتره وخت د جنازی د لمانځه یا د واده په مراسیمو کی بمبار شوی چی ولسی غبرګون یی له ځان سره لرلو

    نو زیاتره سیاسیونو ویل چی امریکا زموږ دوست نشی کیدلی کچیری طالب ترهګر وی نو ولی امریکا ورسره نرمی اختیار کړه
    کچیری دوی وایی چی پټن ځای معلوم ندی نو افغان دولت امنیتی ادارو ته مراجعه وکړی یا د خپلو امنیتی یا د سیمی بل نږدی ابر قدرت له روسیی پوښتنه وکړی چی مخکیو ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو ته کوم هیواد تربیه او نظامی او مالی ملاتړ کاوو؟
    کچیری بیا هم دوی ته ګونګ وی نو له خلیلزاد څخه دی پوښتنه وکړی چی کله د افغانستان د سولی لپاره استازی شوی تا ولی په هر ځل یا هره میاشت کی پاکستان ته منډی وهلی او نظامی او استخباراتی چارواکو یا اداره مسولینو سره لیده کاته کول ځکه سوله افغانی وو نه پاکستانی یا کشمیری
    کچیری طالبان په هلمند یا کندهار کی اوسیدل نو ولی خلیلزاد پاکستان منډی وهلی ولی نږدی کندهار یا هلمند نه ځی یا سفر نه کولو
    که اوس هم امریکا ته ګونګ وی نو ولی ټرمپ په سوله کی له عمران خان او باجوه سره خبری کولی ځکه سوله خو افغانی ده

    کچیری امریکا په رښتیا سوله غواړی نو ټاکنی یی ولی شروع کړی کچیری ټاکنی غواړی نو بیا ټاکنو نتیاجو په اړه ګونګ نظر ولی غوره کړی ولی اشرف غنی ته د بریا مبارکی نه وایی

    نو مخکی ټول ولس ویلی وو او اسلام مبارک دین موږ ته لارښوونه کړی چی کافر هیڅکله د مسلمان دوست نشی کیدلی یعنی امریکا او روسیه زموږ ددین دښمنان دی ځکه خو همدی ټرمپ او بوش هغه ظلمونه په افغانانو او دوی په مشوره پاکستان په ښکته پښتنو کړی چی آن محکمی ته د څیړنی لپاره خنډ جوړوی

    روسان هم زموږ دښمنان دی کچیری روسان ظلم کړی مګر د دولت د بیارغونی لپاره یی دومره کار کړی چی تر اوسه پوری چا ندی ویلی یا رسانی راپور ندی نشر کړی چی نجیب الله یا کارمل یا حفیظ الله امین یا داود خان په پلان پروژه کی فساد کړی لدی معلومیږی چی افغان په فساد نه پوهیدل همدا سیستم د امریکا چی مفسد سیستم ده

    ځکه اوس غواړی چی زموږ وزارتونه له مینځه بوځی او کار ټول شرکتی کړی او همدارنګه احدی چی کله وزیر د مالیی وو ټولی دولتی تصدیانی یی لغوه کړی او خصوصی شرکت سیستم ته یی وده ورکړه مګر ددی پر ځای چی فساد کم شی فساد ورځ تر بلی پیاوړی کیږی چی د افغانستان نوم د فاسدو هیوادونو په قطار کی اول دی

    یعنی امریکا او دامریکایی سیستم مفسد او فساد پیشه دی

    زموږ مشران په تیره بیا ولسمشر باید د زیربنایی ادارو لپاره د خپلو زده کړو او عملی طرحو په اساس سیستم برابر کړی
    ځکه مخکی نه کمپیوتر وو نه انګلیسی مګر تخنیکی کارونه ډير ښه پر مخ تلل
    دلته په هیواد اقتصاد پیاوړی وو او ولس بیکاری او د فقر احساس نه کاوو او دولتی کارمندانو د خپل هیواد او شته استراتیژیو او پالیسی او قانون په اساس کار کولو مګر نن پلان نشته طرح وجود نلری د اشخاصو یعنی د وزیر یا معین یا ریس تبدیلی په هر کال کی دوام لری یعنی په یو کال کی چی کله ریس په کار پوه شی هغه لیری کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *