تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: ولسمشر محمداشرف غني تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د هیواد یو شمېر والیانو سره د سولې پروسې پر وروستیو انکشافاتو خبرې وکړې.

په دغه ويډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شوی و، ولسمشر غني ویلي چې د افغانستان ټول مسایل په تدبیر سره حلوي او دریځ بې د اساسي قانون، جمهوریت، ملي حاکمیت او د افغانستان د خلکو د عزت دریځ دی: «د افغانستان بهرنی سیاست روښانه دی، افغانستان دایمي دوست او دښمن نه لري، یواځې دایمي ګټې لري.»

ولسمشر په سیمه کې راغلیو بدلونونو ته په اشاره وویل، هیچا ته د دې اجازه نه ورکوي چې افغانستان خپل ستراتېژیک عمق وګرځوي، بلکې په وینا یې افغانستان د تېرو پنځو کلونو پخوانی افغانستان نه دی، د سولې بحث یو ملي بحث دی او موږ په ګډه تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅې کوو.

ولسمشر زیاته کړه، له نړۍ سره د کابل اړیکې ډېرې مهمې دي او د بین المللي ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره زموږ ټول تړونونه او قراردادونه پر ځای دي: «په ۲۰۱۴ کال کې د لسګونه زره بین المللي ځواکونو وتلو سره فکر کېده چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد د ساتنې لازم ظرفیت او وړتیا نه لري، خو دغو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې نه یواځې لازمه وړتیا لري، بلکې نن ۹۴ سلنه عملیات رهبري کوي.»

ښاغلي غني څرګنده کړه، طالبانو سره چې هره هوکړه لیک لاسلیک کېږي، مشروطه ده او له طالبانو سره چې له یوې مرحلې څخه بلې ته ځو، شرطونه لرو، خو که طالبان له جګړې لاس واخلي، شرطونه به تغییر ومومي.

ولسمشر وویل، کله چې ښاغلي ټرمپ د افغانستان او سویلې اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلانوله، کابو پنځه زره سرتېري یې زیات کړل، په داسې حال کې چې ذی یو کال مخکې په افغانستان کې د دغو ځواکونو د کمولو غوښتونکی و.

ولسمشر همدا راز څرګنده کړه، افغان دولت د داعش او نورو ټولو تروریستي ډلو سره هیڅ راز اوربند نه لري او طالبان باید ځانونه له هغو جلا او د پاکستان سره د اړیکو، تروریستي ډلو، خپلو امن پټنځایونو او جرمي اقتصاد په اړه خلکو ته توضیحات ورکړي: «موږ هیڅکله د سولې پروسې په نوي پړاو کې د دې اجازه نه ورکوو چې د سولې بهیر، قومي، سمتي او ډله ییز شي، ځکه سوله ملي پروسه ده او ټول افغان ولس پرې اجماع لري.»

جمهوررئیس غني ښه حکومتولي د دولت مهم لومړیتوب وباله او وې ویل، د ملي وثیقې په توګه د هیواد اساسي قانون موږ ته د نظام چوکاټ تعریف کړی او د اساسي قانون پر بنسټ موږ او تاسې د هیواد خادمان یوو.

One thought on “غني: افغانستان پخوانی افغانستان نه دی چې څوک یې ستراتیژیک عمق وګرځوي”
  1. مخکی لدی عمران خان ویلی وو باید افغانستان کی لنډمهالی یا موقت حکومت جوړشی چی دا خبره عمران خان او زیاتره پاکستانی سیاسیونو او افغان ضد کړیو کړی چی هر وخت د افغان ولس او افغان حکومت یی پر وړاندی غبرګون ښودلی مګر څو میاشتی مخکی پاکستان د پارلمانی وزیر وویل چی د طالبانو بریا د پاکستان بریا ده نوموړي ویلي، کشمیر به ډېر ژر د پاکستان برخه وګرځي او هلته به د پاکستان دوه رنګه بیرغ ورپول شي، خو په افغانستان کې د طالبانو بریا هم د پاکستان بریا ده.

    علي محمد خان د پاکستان د کابینې پښتون وزیر دی چې په غبرګون کې یې پښتون نیشنلیسټ افراسیاب خټک په خپل ټویټر لیکلي، موږ تل دا خبره کړې ده چې د پاکستان پوځي ادارې په افغانستان کې د ستراتیژيک عمق هڅه کوي او دا خبره یې اوس یو لاسپوڅي وزیر هم منلې ده.

    دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د نواز شریف ورور شهباز شریف هم ویلي وو چې داسې نه شي کېدای چې افغانستان کې دې د سولې جشنونه وي او کشمیر کې دې وینې بهېږي.

    دا په داسې حال کې ده چې فارن پالیسۍ امریکايي ورځپاڼې هم ویلي، هند کشمیر ځکه په خپله خاوره ورګډ کړ چې دا هېواد افغانستان کې د پاکستان په خوښه د یو ترهګر حکومت له راتلو څخه په ویره کې دی او غواړي کشمیر وساتي.

    همدارنګه اوس د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیره فردوس عاشق وايي، د شنبې په ورځ د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې تړون به په اصل کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان بریا وي.

    نوموړې پر ټویټر باندې په خپلو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، عمران خان تل د ډیالوګ پلوي و او که په وینا یې افغان سوله وشي، نو دا به د عمران خان د مؤقف بریالیتوب او د پاکستاني پوځ د بې مثاله نقش او نفوذ ښودونکې وي.

    مخکی لدی ولسمشراشرف غنی د پاکستان دولت چارواکوته ویلی وو که پاکستان غواړي چې له موجودې اقتصادي محاصرې څخه وځي په کار دی چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي.

    ولسمشرغني وویل چې افغانستان یو مستقل هېواد دی او ګاونډیان باید په هغو سترګو ورته ونه ګوري چې شل کاله مخکې یې کتل نو په کار دی چې د ورانکارې پالیسۍ او د یاغیانو د ملاتړ پر ځای له افغان حکومت او ولس سره اړیکې جوړې کړای شي.

    افغان ولسمشر پاکستانیانو ته وویل چې د هېواد د کراچۍ او ګوادر د بندر د فعالولو لپاره یې په کار دی چې په افغانستان کې سوله راشي څو ګوادر او کراچۍ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره په داسې یوه بندر واوړي لکه دوبۍ چې ده.‌

    ولسمشر اشرف غني وویل چې تېروتنې باید هېرې شي.‌

    ویل کیږي چې پاکستاني پوځي اسټبلېشمنټ چې تر شا یې یو شمېر تحلیګلران د برتانیا سیاسي لاس بولي له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې له مذهبي کړیو څخه په استفادې نا ارامي جوړه کړې او لا هم خپلې دغې تګلارې ته دوام ورکوي خو دا به وروسته معلومه شي چې آیا د ولسمشر غني دغه سفر ته به کوم عملي ځواب ورکړي که د افغان یاغیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.‌

    ور سره سره د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پایپ لاین د امنیت په اړه به له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.

    د پاکستان دفاع وزیر د بي بي سي اردو څانګې ته په مرکه کې وویل، د ټاپي پروژه د دې لپاره چې د انرژۍ پر ستونزې پاکستان لاسبری شي، خورا مهمه ده.

    ده وویل چې پاکستان به د ضرورت په صورت کې د دې پایپ لاین د ساتنې لپاره په طالبانو کې له خپل نفوذه کار واخلي.
    دا ۱۷۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین به په دوو کلونو کې د ۱۰ ملیارد ډالرو په لګښت جوړ شي.

    مطلب دا چی دوی په طالبانو کی نفوذ څه کوی چی غواړی همدا پروژه ورباندی ناکامه کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *