تاند، سه شنبه، د اسد ۲۹مه: ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ماښام د کورنیو چارو وزارت د سوق او ادارې له مرکز څخه د لیدنې پر مهال پولیسو ته امر کړی چې د سولې تر راتلو پورې دې په دښمن هیڅ رحم نه کوي.
ولسمشر ویلي، د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ ټول هغه امنتیتي منسوبین له زندانه خوشې کوي چې په لوی جرم یا هم حق العبد محکوم نه دي.
ولسمشر زیاته کړې د سولې په مذاکرات کې د افغان حکومت مؤقف پیاوړی دی او امنیتي – دفاعي ځواکونه دې په ټول توان د وسله والو د ځپلو مبارزه روانه وساتي.
ولسمشر امر کړی چې داعش او ټولې تروریستي ډلې چې هر ځای کې ځالې لري له ځالو یې راوباسئ او له منځه یې یوسئ.