تاند- د ایران ولسمشر حسن روحاني نن /شنبه/ په تهران کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل چې هیواد به یې په افغانستان کې له سولې، ثبات او سوکالۍ سره د مرستې لپاره هیڅ هڅه ونه سپموي.

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، روحاني وویل چې ایران له افغانستان سره په ټولو برخو؛ په تېره بیا د سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې د اړیکو د پراختیا اراده لري.

د افغانستان ولسمشر د حسن روحاني د ولسمشرۍ د دوهمې دورې د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.

روحاني وویل«له ښه مرغه د ایران د اسلامي جمهوریت رېللار د افغانستان تر پولو رسېدلې، موږ لېواله یوو چې د افغانستان او ایران پوله د دوستۍ او همکارۍ پر پولې بدله شي.»

روحاني په وروستیو کې په افغانستان کې د بندونو پر جوړېدا اندېښنه ښکاره کړه او حتي ویې ویل چې په ګاونډي افغانستان کې د بندونو جوړېدا ورته د منلو نه ده.

روحاني له افغان ولسمشر سره په نننۍ کتنه کې هم دې مسلې ته اشاره وکړه، ویې ویل:

«که د ایران او افغانستان په پوله کې ډنډونه او جهیلونه احیا نه شي، دوړې به د دغو سیمو د اوسېدونکو لپاره جدي ستونزې پېښې کړي.»

په افغانستان او سیمه کې د وروستیوکلونود پر له پسې وچکالۍ له کبله د افغانستان ا ایران په پوله کې د هامون جهیل تقریباً وچ شوی دی.

راپورونه وايي چې ایران د افغانستان د بندونو د تخریب لپاره د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو ته وسلې او پیسې ورکړي او د دغو اجیرو عناصرو په سیله یې په ځلونو په هلمند، هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د افغانستان پر څو محدودو بندونو بریدونه کړي دي. دغو حملو د افغانستان د بندونو کار په کلونو ځنډولی دی.

خو روحاني نن له ولسمشر غني سره په کتنه کې وویل، تروریزم د سیمې د ټولو هیوادونو او نړۍ لپاره ګډه ستونزه ده. ده له دې نړیوالې ستونزې سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني روحاني ته د ایران د دولسم ولسمشر په توګه د انتخابېدو له کبله مبارکي وویله، ویې ویل چې هیواد یې له ایران سره د ښو او کلکو اړیکو اراده لري.

غني د تروریزم پر ضد د افغانانو د مبارزې یادونه وکړه، ویې ویل چې د افغان امنیتي ځواکونو هلوځلو ښه نتیجه لرلې او اوس د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت تر بل هر وخت په ښه حالت کې دي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان حکومت د ایران په شان له ګاونډیو هیوادونو سره د پولو په امنیت کې همکاریو ته تیار دی.

ښاغلي غني د رېللار په وسیله د افغانستان او ایران د وصل کېدو هرکلی وکړ.

ټاکل شوې ده چې د هرات له لارې ایران له تاجکستان او چین سره د رېللارې په سیله ونښلي.

دا رېللار په هرات کې ۳۰ کیلو متره جوړه شوې او تمه ده چې دا پټلۍ ژر د هرات تر هوايي ډګره راورسېږي. په بل پړاو کې ټاکل شوې ده چې دا رېللار د مزارشریف او همداراز تاجکستان له رېللارو سره ونښلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *