تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۸مه: سرچینې وايي، ارګ او سپېدار دواړو د روان سیاسي کړکېچ د هواري لپاره حسن نیت ښودلی او لږو ورځو کې یې ترمنځ د روغې جوړې امکان شته.

تاند ته د عبدالرب رسول سیاف نږدې کس داوود کلکاني دغه خبره تایید کړه او وايي، په یوه یا دوه ورځو کې به د ولسمشر غني اوعبدالله تر منځ د مذاکراتو نتیجه معلومه شي.

د کلکاني په خبره نتیجه لا ملموسه نه ده او دا هم لا معلومه نه ده چې دواړو مشرانو په خپلو کې څه شي باندې موافقه کړې ده؟ خو په وینا یې د جوړجاړي خبرې په همدې راڅرخي چې که عبدالله صدراعظمۍ تېرېږي او د مصالحې شورا مشري ورکول کېږي نو ورسره به کوم امتیازات ورکول شي.

دا په داسې حال کې ده چې سپيدار ماڼۍ هم وايي، عبدالله عبدالله له خپلو نږدې دوستانو سره په دې خبرې روانې کړې دي چې د کومې طرحې په اساس یې له ارګ سره مشکلات ختمېدلی شي.

 .

2 thoughts on “غني او عبدالله به احتمالا یوه یا دوه ورځو کې نتیجې ته ورسېږي”
  1. خپلسري اعلان شوي ولسکشر ډاکتر عبدالله ته به اوس ډېر شرم وي چې له خپل خیالي ولسکشري نه د صدراعظمي مقام ته تنزل وکړي. البته د مصالحې او سولې عالي شورا ریاست کې به حد اقل افغانستان ته د سولې په راتلو کې یو نیک نوم وګټي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *