شاعر او ملا دواړه د خدای بنده ګانو ته د هغه د پيغام رسوونکي دي. د شاعر او ملا دواړو پر اوږو د رسالت دغه پېټی د ژوند تر وروستۍ سلګۍ بار دی. دوی دواړه مجبور دي، چې خپل دغه مسوليت او پېټی له اوږو کوز کړي. خو په دغه پيغام رسونه کې بيا د دواړو د افادې طرز او او تفهيم توپير سره لري. ملا صيب له هنر او عاطفې پرته خپل پيغام خلکو ته د يو خبر په توګه وړاندې کوي؛ خو شاعر بيا د خپل هنر په ملتيا او د عاطفې پر ځواک د نورو تر غوږونو خپل پيغام رسول غواړي. عبدالله پيکار وايي:

موږ د وخت څپو اخيستي نېزه وړي

د بدرنګو تقديرونو پوروړي

ته ملا يې زه شاعر يم خو موږ دواړه

د پيغام له درانه پېټي لاندې ستړي

خو پيکار هم له ملا څخه خپل خصوصيت او بېلوالی په دې ډول بيانوي.

ته د مينې دخالق د کور امام يې

ته قاصد د خدای د مينې دپيغام يې

زه يو درد يم د پرهر په غېږ کې اوسم

ته بدرنګ په بدرنګۍ کې هم ارام يې

تا د خدای پيغام نه اند کړ، نه دې ژوند کړ

نه دې رنګ کړ نه دې سر کړ نه دې خوند کړ

تا منتر د مصلې او دکوزې کړ

تا تعويز کړ تا په اوو پوښو کې بند کړ

ما پيغام کړې هغه ټولې ملغلرې

د ښايست د خدای خورې ورې خبرې

څه مې حسن څه مې رنګ کړې څه مې مينه

ما ترې جوړې کړې ښايسته ښايسته سندرې

ته وارث د خدای د ښکلي پيغمبر يې

خو د سپين صليب پاچا يې زورور يې

ته ژوند نه غواړې د حسن مرګ پرسته

د خالق او د مخلوق په منځ کې غر يې

زه ښايست يمه زه ژوند يمه شاعر يم

له ښايسته دنيا چاپېره سمندر يم

د ملا او شاعر خصوصيت بیا تر هر چا خان عبدالغني خان ښه واضح کړی دی. هغه خط چې غني خان استاد عبدالروف بېنوا ته لېږلی د دې خصوصيت په اړه يې ورته داسې ليکلي دي. (زما خيال دی چې په شعر کي د يو شاعر مرام او هدف له مبلغ او ملا څخه بېخي جلا اوبل شان دی او دا ځکه چي انسان په اساسي او بنيادي توګه يو ځناور دی. هغه خوراک، څښاک، جنسي اړتياوو او استراحت ته ضرورت لري او نور هيڅ ته نه. دا زموږ شاعرانو وظيفه ده چې د انسان پاملرنه د هغه د ژوند او هستۍ لوړو مرکزونو ته وګرځوو چي هغه ممکنه ده د خپل تکامل انعکاس وويني او د خپلي ابدي معشوقې د ښکلا ديدن وکړي. زما خيال دی چې يو شاعر بايد د فکر او خيال، قول او عمل په ډګر کي د ښايست عبادت وکړي. او انسان دې ته مجبور کړی چې هغه د خپلو خواهشاتو له ګنده ګيو نه مخ عدن خواته واړوي. دا کار په پند او نصيحت نه شي کېدای، زما هغه خلک بديسي چې ماته نصيحتونه کوي. که چري موږ د زړه له کومي د ښکلا اوښايست ستاينه راواخلو نو په دې ډول به موږ د عامو خلکو په زړونو کې د ښايست د قدردانۍ له پاره ځای را پيدا کړای شو. تر کومي چي په ژوند کي د عذاب او مصيبت، درد او غم تعلق دی، زما خيال دی چي موږ ته د ښکلا د تخليق له پاره د هغې قيمت ادا کول لازم دي. هر يو هنر مند دغه بوګنوونکی قېمت ادا کوي او په دوی کي يو څو کسان خوش بخته وي چې د ښکلا او د لربايۍ يو څاڅکی را پيدا کړي. د هغه ښکلا او دلربايۍ د رامنځته کيدو له پاره ته بايد چې د ژوند درد و غم ته ور مخامخ شې. ۱)

که د ادبياتو پاڼې راواړوو؛ کله هم شاعر او ملا يو له بل سره پخلا نه دي. ملا تر ډېره بريده په خپل وعظ او پيغام کې منفي ګرايي کوي. دی يواځې وېروونکی دی او د زېري ورکولو برخه ترې پاتې ده. خو شاعر بيا تل هڅه کړې ده چې خپل پيغام هم خلکو ته ورسوي او د خلکو زړونه هم وساتي. هماغه کيسه ده چې ( هم لال بدست بيايد و هم دل يار نه رنجد!) دی په ډېر هنري او تخيلي انداز خلکو ته خپل پيغام رسوي. د شاعر او ملا نه پخلا کېدونکی دريځ د پښتو ادبياتو له لرغونې دورې څخه راپيل شوی دی. پير روښان او د ده پلويان شاعران و؛ خو سيد علي ترمذي يا پير بابا او اخوند دروېزه ملايان وو.دا چې د شاعر او ملا دريځ کله هم يو له بل سره پخلا شوی نه دی؛ دا ولې؟ کېدای شي د داسې پوښتنو د ځواب لپاره سړی زمانه او شرايط په پام کې ونيسي؛ خو دا اختلاف کله هم په يوې زماني مقطع پورې محدود شوی نه دی. ځينې خلک بيا شعر بغاوت بولي. که شعر بغاوت شي، نو شاعر باغي دی. بيا خو د ملا حق دی چې په شاعر هر ډول نيوکې وکړي! په هر ترتيب سيد علي او اخوند دروېزه ولې له پير روښان سره وران وو؟ هلته هم که د اختلاف اصلي سبب او علت بل و؛ خو په ظاهره په پير روښان د اسلام له زاويې ټکې کړي دي. همغه وخت هم ملا صيب د پير روښان د فلسفې مخالفت کاوه. ډېر ځله د ملا اختلاف له شاعر سره په دې راغلی چې ملا صيب د شاعر په پيغام نه دی پوه شوی. سره له دې چې ډېر ملايان د صوفيه شاعرانو اشعار په منبر د وعظ او نصيحت پر مهال د يو دليل په توګه وايي؛ خو اختلاف يې بيا هم له همدې صوفيه ډلې سره ډېر دی.

                تر ټولو مهمه دا ده چې د غني خان او ملا صيب اصلي اختلاف له کومه ځايه او ولې و؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره د هر چا خپل، خپل برداشت او ليد لوری دی. خو په خپله غني خان د همدې پوښتنې په ځواب کې سردار علي ټکر ته داسې ويلي:( په اسلام کې د ټولو نه کمزوری انسان ملا دی. او پښتنو اسلام ملا ته حواله کړی. نو په دی وجه ما د ملا خلاف لیکل شورو کړل چې د پښتنو زړه تری تور شي.) خو يو شمېر ليکوال وايي چې د ملا کلمې کارول د غني لپاره په شاعرۍ کې د يو سمبول او علامې په معنا دي.

پر دې سربېره د غني خان شاعري مختلف اړخونه لري او ځينې خو يې داسې دي، چې ملا صيب پرې غني خان کافر بللی دی. د سردار علي ټکر په اند د غني خان د شاعرۍ تر ټولو غوره اړخ د هغه په شاعرۍ کې حسن پرستي ده. ټکر وايي چې غني خان د حسن پر لار خدای ته ورځي.

حسن خو بس حسن چې هم خدای او هم جانان دی

دې فاني مکان کې بل مشال د لامکان دی

په ادب کې دغه فلسفه له پخوا راپيل شوې ده. روښانيان چې د وحدة الوجود فلسفې دعوه ګيران دي؛ هم د همدې لارې پيروان دي. د وحدة الوجود فلسفې اساس همدا دی، چې ( همه او ست) هر څه همدی دی. وجوديان په هر څه کې خدای ويني او په هر څه کې د خدای د ذات تجلې او پلوشې ګوري. د دې فلسفې پلويان يواځې د خدای وجود حقيقي وجود ګڼي او دا نور ټول مجازي او له منځه تلونکي دي. اصلي وجود نامحدود او بې پايانه دی او مجازي وجود محدود دی. د غه ډله د خپلې دعوې د ثبوت لپاره د سيند او څپې مثال ورکوي. کله چې سيند موجود وي څپه هم جوړېږي او که سيند نه وي؛ نو څپه هم منځته نه راځي. دا پدې معنی چې د ټولو موجوداتو وجود له الهي وجود څخه منشا اخلي. په عقيده کې هم همداسې دی. د خدای وجود اساس او زموږ لکه د عرض په شان دی. موږ داسې يو لکه رنګ چې په ديوال او يا بل څه ومږل شي. که اساس يا ديوال نه وي؛ نو رنګ له منځه ځي. خو له دغې فلسفې سره ملايان له پخوا هم وران دي. دا په خپل ذات کې يوه پېچلې فلسفه ده. هغه چې پر دې لار روان دي؛ ملا صيب ترې په تېښته دی.

                د غني په څېر له غني څخه مخکې او وروسته ډېرو نورو شاعرانو هم همدغه فلسفه په خپلو اشعارو کې کارولې ده. خوشال بابا وايي:

په هر څه کې ننداره د هغه مخ کړم

چې له ډېرې پيداييه نا پديد شو

ارواښاد ګل پاچا الفت هم په همدې اند دی. هغه په هر څه کې خدای ويني. نوموړی وايي:

ښکلی مخ چې له هر لوري راښکاره شي

د الفت سترګو ليدلی لا پخوا وي

دغو ټولو شاعرانو په يو ډول د ابن عربي د خودۍ فلسفې پيروي کړې ده. ابن عربي په همدې تور په دار وځړول شو، چې خپل وجود يې د الهي وجود مظاهره ګڼله. د ده په اړه اوس هم علما دوه ډلې دي. يوه ډله وايي، چې ابن عربي کافر او مرتد دی او بله ډله يې شهيد بولي.

                د خدای پر وړاندې د عامو خلکو او ملا صيب نظر له صوفيه و سره ډېر توپير لري. ملا صيب هم په خپل وعظ او نصيحت کې خلک د خدای عبادت ته د جنت په بدل رابولي. دا په يو ډول له خدای سره معامله ده. ځکه که نيک عمل کوو؛ نو له خدای څخه جنت غواړو. صوفيان د جنت له غوښتنې پرته په مستقيم ډول له خپل خدای سره اړيکي او روابط ساتي. رحمان بابا وايي:

ځکه زاهد زهد کا د يو جنت لپاره

سر شيندلی نه شي محبت کې جانانه

پخپله د جنت غوښتنه او د جنت تعريف د هر چا له نظره بېل، بېل دی. اجمل خټک هم دغه مسله په خپل نظم کې ډېره څېړلې ده:

له يو ملا نه مې تپوس وکړلو

ما ويل ملاصيب جنت به څه وي؟

هغه يه ګېډه لاس واهه ويل يې

تازه مېوې او د شېدو رودونه

غني خان هم ملا ته همداسې وايي:

ما ته وايې چې ځه جنت ته ځو

ستا جنت ستا د لوږې ارمان دی

ستا جنت د خوراک او د ښځو ډک

ستا جنت نيم پیرس نيم تهران دی

ته په جنت کې مزې د دنيا لټی

د حورو سترګو کې د ډمو خندا لټی

لېونی نه شوې ته خمار او مستي نه پېژنې

مستانه نه شوې دلربا پرستي نه پېژنې

له دلربا پرستۍ څخه موخه خدای پرستي ده. جنت پرستي نه ده. دلته غني خان له خدای سره معامله نه کوي. دی يواځې او يواځې د خدای په مينه کې مست او غرق دی. خو ملا صيب د غني خان د شاعرۍ تل ته نه ورکېوزي او نه پرې ځان پوهوي؛ بس د ظاهر له مخې يې په خان د کفر فتوی صادره کړې ده.

                زموږ ټولنې ته په کتو کله کله زموږ پرېکړې پوره ناسمې وي. دا مسله موږ ته په ميراثي ډول راپاتې چې څوک د رياکار او بې لارې ملا مخالفت هم ��کړي؛ خلک داسې فکر کوي، چې د دين مخالفت يې وکړ. د ملا مخالفت د دين د مخالفت معنی نه لري. ديني علم زده کول او له ځانه ديني عالم جوړول يوه لويه مرتبه ده او هر سړی بايد ځان په دين پوه کړي. موږ نه بايد چې ټول دين د ملا په نوم يو شخص ته ورپرېږدو. هغه چا چې د اسلام څادر پر ځان راخور کړی او ترې لاندې هره ناروا کوي؛ غني ورته په یو کلاسيک نظم کې داسې وايي.

ای په اسلام مينه

ای سیاسي مومنه!

نن چې اسلام ستايې

ستايه دې څوک پرون؟

سترګې دې برګې بهر

برګ دې ايمان دننه

پرون يې ځان نه ګاټه

نن دی اسلام ګټي

پرون عمل ديزيد

او نن نامه د ایاز

لږ خو په دې سوچ وکړه

زما ساده پښتونه!

اصلي مومن کړه بېل

له سياسي مونه!

له سياسي مومن څخه د غني خان موخه هغه څوک دی ، چې د اسلام په نامه د سياست په هيڅ ډګر کې ثابت پاتې نه وي او دين او شريعت د خپلو شخصي ګټو لپاره استخداموي. اوس هم زموږ همدا حال دی. غني پخوا له داسې خلکو ژړل؛ خو موږ نن ترې ژاړو. په ښکاره به د دين او اسلام دعوه کوي؛ خو يوه کړنه به يې هم د مسلمان نه وي.

                څرنګه چې زموږ مبارک دين په ټولنه کې ډېر ارزښت لري، دارنګه موږ ته هغه ريښتيني او حقپرسته علما هم ډېر د قدر وړ خلک دي. غني خان هم همدې ټکي ته په کتو ملا ته توصيه کړې، چې په لوی لاس په ټولنه کې خپل قدر او ارزښت کم نه کړي. تل به يې سترګې د بل په لور نيولې وي، چې که څوک سرسايه يا زکات راکړي. رحمان بابا هم ويلي دي:

د هغه په لور يې سترګې وي نيولې

چې په لاس کې يې سرسايه وي يا زکات

تل به په جومات کې د نورو تالي څټي او دې ته به شپې ورځې سبا کوي چې که څوک څه راکړي. په حديث شريف کې راځي، چې علما د انبياوو وارثان دي. دارنګه دا هم راځي چې د عالم فضيلت پر عابد داسې دی، لکه زما ستاسو پر عادي وګړي. يا لکه د څوارلسمې سپوږمۍ پر نورو ستورو. خو ملا صيب له دې ټول فضيلت سره، سره خپل دغه ټول علم او قدر د څو روپيو او يوې مړۍ ډوډۍ په مقابل کې د بل په پښو کې اچوي. له ده څخه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دا حديث هېر دی چې وايي: پورتنی لاس له ښکتني لاس څخه غوره دی. غني ورته وايي:

لاس دې کړ اوږد بادشاهي لاړه فقير شولې

يا زما خان وې يا د کونډو رنډو پير شولې

زما امير وې تالي څټ او ټوکړي خور شوې زما

زما سرداره ته مريی وظيفه خور شوې زما

زما په اند پر يو شمېر سياسي اختلافاتو سربېره چې ملايانو دين د خپلو شخصي ګټو قرباني کړی و ځينې نور دې ورته اختلافات وو چې غني يې له ملا څخه نهايي زړه تورن کړی و. همدا علت دی چې بېنوا ته يې د ده د شاعرۍ په اړه داسې ليکلي دي. (ستا شاعري زما ډېره خوښه ده، خو په شعروشاعرۍ کي دي چې هر چاته له خپله ځانه د الفت غوندي ملا جوړ کړی دی، نو هغه رنګ مې دي بيا نه خوښيږي.)

هغه ليک چې غني خان بېنوا ته ليکلی دی ورسره يې يو نظم هم ليکلی چې يو بيت يې په لاندې ډول دی.

په غرمه کې به يواځې چرته شړو کې روان وي

د ملا د ذات دښمن دی ډېر خواږه ورته ډمان دي

اخذليکونه
  1. پيکار عبدالله، راز شعري ټولګه
  2. بېنوا ته د غني ليک/ مق��له
  3. ټکر سردار علي/ غني خان فلسفي / مقاله
2 thoughts on “غني او ملا / ګل احمد محبت”
  1. ډیره ښه لیکنه وروره، ملا کوم کس نه بلکې یو فکر دی، کومو ماشومانو چې حساب د ټوپک او کارتوسو په شمیرلو زدکړی وي هغه به څنګه د ملا فکر نه تاییدوي.
    بل دا که څوک رښتیا هم غواړي چې د یو شاعر د شعرونو مبهم او اثر لرونکي ټکیو معنی وموندي نو د شاعر د ژوند حالاتو او د هغه وخت د سیاسی چارو څرنګوالی ځانته په ډاګه کړي. له بده مرغه غني خان پداسې حالاتو کې ژوند کاوه چې نه یواځې ملا ځان د خدایۍ درجې ته ډیر نیږدې کړی وو، نو څنګ به هغه چیغې نه وهلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *