تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي نن /سې شنبه/ د یو شمېر دوه اړخیزو، سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې او په عین حال کې یې د تروریزم د محوه کولو لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ.
د هندي رسنیو د راپور له مخې، دواړه مشران په افغانستان کې د سولې او ثبات ګډ هدف ته د رسېدو پر لارو چارو وږغېدل.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی راویش کومار د دواړو مشرانو د خبرو په اړه د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې لیکلي«صدراعظم مودي له ستراتیژیک شریک سره د (ګاونډی لومړی) پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره له ولسمشر غني سره په حیدراباد ماڼۍ کې ولیدل.»
راویش کومار همداراز ویلي چې د افغانستان او هند مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو د خبرو ترڅنګ له تروریزم سره پر مبارزې ټینګار وکړ.
تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر د هند له ولسمشر رام نات کویند او د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج سره د دوو هیوادونو پر اړیکو او همکاریو خبرې وکړې.
(تفصیل)