تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم خاقان عباسي ټېلفون ته ځواب ونه وایه خو د هند له صدراعظم نریندر مودي سره یې خبرې وکړې.
ښاغلیو غني او مودي په سیمه کې د تروریستي پناهځایونو د بندېدو پر اړتیا خبرې وکړې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه ټویټري پیغام کې ویلي«صدراعظم مودي ټېلفون راوکړ چې د بشریت د دښمنانو له لوري د بېګناه انسانانو د وروستیو وژنو په خاطر خواخوږي وکړي.»
خو راپورونه وايي چې ولسمشر غني د پاکستاني صدراعظم خاقان عباسي ټېلفون ته ځواب ونه وایه. عباسي هم غوښتل چې له ولسمشر غني سره غمرازي وکړي.
د افغانستان ولسمشر وايي، د هند له صدراعظم سره یې د تروریستي پناهځایونو په اړه خبرې کړي.«موږ په خپل ګاونډ کې د تروریستي پناهځایونو د ختمېدو پر اړتیا خبرې وکړې.»
د هند صدراعظم په دغه ټلیفوني تماس کې ولسمشرغني ته وویل، «زموږ او ستاسو په ګاونډ کې د تروریستانو پټنځایونه او روزنیز مرکزونه دي چې د دغه وړ بریدونو لپاره تمویل او تجهیز کېږي. هغه ټينګار وکړ چې د ترهګرو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره باید هند او افغانستان خبرې وکړي او په دې برخه کې لا جدي مبارزې ته ادامه ورکړي.»
ښاغلي مودي وویل، هېواد یې د ټپیانو د درملنې په برخه کې هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دی او هند تل د ښه ملګري په توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دی.
پنجابیان د خپله قضاوت وکړي ، له چا سره دوستي او ملګرتیا ښه ده ؟
پنجابیان تروریستان ، اشرار ، ټالیب ، داعش او خرمرګي رالېږي. دوي زمونږ بیګناه خلک وژني.
خو د هند سوله دوسته خلک زمونږ سره د خواخوږي لپاره زمونږ ټپیان تداوي کوي، غذایې مواد رالېږي، لارې ، بندونه او نور عام المنفعه تاسیسات راته جوړوي.
ښه ملګري هغه دی چې په سختو ورځو کې ستا ترڅنګ ودريږي او ملاتړ د وکړي.