کله چې خلکو په ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړ او نړۍ والو ته يې وښوده چې دوې په خپل هیواد کې د یوه پوه اوبا استعداده شخصیت پرمټ چې د خلکو په وینو یې لاسوونه ککړ نه وي سوله، وده، پرمختګ او بیا روغونه غواړي نو ټولو وګړو او په خپل هیواد مینو خلکو په ټاکنو کې ګډون وکړ او دخپلې خوښې نوماند ته يي رایه ورکړه او د خدای دغه عاجز بنده هم له ځان سره همدغه هوکړه وکړه چې نور په دې هیواد کې جګړه بس ده او جنګسالاران باید نور مهار کړای شي نو د رایو صندوقونو ته ولاړو او د خپلې خوښې نوماند د نړۍ دویم مفکر ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي ته مې رایه ورکړه او اوس هم ویاړم چې ستا په شان شخصیت ته مې رایه ورکړی خو نن درسره د خپلې رايي په بدل کې د خپلو زوریدلو خلکو او کړیدلي ولس څو خبرې شریکوم هیله ده چې د ولسمشرۍ پرمهال خپل خلک هیر نه کړی او کومې ژمنې دې چې ددې ولس سره کړي باور وکړه چې ما ټولې له ځان سره لیکلې ساتلي دي او په دې هم پوه شه چې د یوې یوې ژمنې پوښتنه به هم درڅخه کوو او په دې هم پوهیږم چې ستا په شان شخصیت به هم هیڅ کله له خپلو ژمنو په شا نه شي خو د ډاډ لپاره یوځل بیا د خپلو خلکو خبرې درسره شریکوم او له هر ملګري مې داهیله ده چې زما لیکنه مو ولوستله نو يې ضرور ورسره شریکه کړی چې بیا ونه وايي چې تا خو به په هماغه وخت کې یوځل داخبره کړی وه.
– په خپله وینا کې دې له خلکو سره ژمنه کړی چې حکومت یو سهامي شرکت نه دی او هیڅ کله به هم د ډلو او ډلګیو سره حکومت شریک نه کړم. چې زما ننې لیکنه هم په همدغه خبره ده چې ددې خبرې سپیناوي ته ورسته راځم لومړی دخلکو یو څو غوښتنې درسره شریکوم
۱- هیواد وال نور په هیواد کې سوله غواړي نور له جګړې ستړي دي او د شته جنګسالارانو مهار کول غواړي چې نور ترې خلک بوزی ته راغلي.
۲- په هیواد کې د فساد او په ځانګړې ډول د اداري فساد مخه نیول، د ځمکو د غاصیبینو له خولې څخه د خلکو د حق راویستل.
۳- کار اهل کار ته سپارل او له ټول هیواد څخه د څوکۍ او د پیسو د خامارانو شړل.
۴- وزیران، والیان او ټول حکومتي چارواکي د ژمنتیا او وړتیا پربنسټ په دندو ګمارل او د شته خامارانو څخه د خلکو خلاصول.
۵- د یو شمیر خاینو، افغان دښمنو، رزیلوو او بې شرمه خلکو سره چې ولسمشرکرزي په ۱۲ کلنو کې ډیره حوصله وکړه د هغوې دخولې او غاښونو ماتول.
۶- د هغو بې شرمه افغان دښمنو مهارکول غواړو د افغان په نامه شرمیږي او په افغانستان کې اوسیږي.
۷- کوم زورواکي افغان دښمنه څیرې چې نن د واک په څوکیو ناست دي باید له هیواده وشړل شي.
۸- د زورواکو، ټوپکسالارانو، او جنګسالارانو مهار کول غواړو.
۹- ستاسې د ژمنې پربنسټ باید ټول افغانان یوشان حقوق ولري.
۱۰- نور هغو خلکو ته اجازه مه ورکوی چې په تیرو ۱۲ کلونوکې يي د جهاد د پاک نوم څخه په ګټه اخیستنې ددې مظلوم ملت وینې وڅښلې.
غني بابا د خلکو غوښتنې ډیرې دي خو ما يي یو شمیر کمې له تاسره شریکې کړی. نورې به انشاالله له بریا وروسته درسره شریکې کړم.
خو اوس راځم ستاسې لومړی ژمنې ته چې ددې ولس سره دې کړی ده چې حکومت سهامي شرکت نه دی خو نن داسې خبرې او بحثونه روان دي چې کیدای شي مصلحت وشي او یا کوم مصلحتي حکومت رامنځ ته شي خو زه نن درته دا په ډاګه وايم چې افغانانو تاسې ته د مصلحت لپاره رایه نه ده درکړی او د هغوې غوښتنه ستاسې د ټیم شعار وه چې تحول او تداوم دی خلک په حکومت کې د پراخ بدلون غوښتونکي دي دخلکو باور او ملاتړ هیڅه کله هم خراب نه کړی که ډلې ټپلې او حکومت هرڅه وکړي مونږ ګټونکي یو او کله چې څوک ګټونکي وي هیڅ مصلحت او جورجاړي ته اړتیا نه شته او که چیرې تاسې جوړ جاړې وکړ په دې عقیده اوسه چې لومړۍ خو زما درسره دجهاد اعلان دی او وروسته بیا په دې باور یم چې ټولو هغو خلکو چې تاسې ته رایه درکړی ستاسې پروړاندې به ودریږي او خلک به درڅخه نفرت وکړي. غني بابا پوهیږې چې خلک څه وايي ټول خلک لویان او کوچنیان وايي چې غني بابا بریالی دی او غني بابا به هیڅ وخت هم له ډلو ټپلو سره یوځای نه شي زه خو پوره باور لرم چې ستاسې شخصیت به هیڅ کله هم تاسې دا اجازه درنه کړي چې د هیواد دوګړو په رایو له خلکو سره د حکومت پر سر جورجاړې وکړی او که بیا مو هم حکومت او ځینې کړۍ اړباسي او مجبوروي مو په خپل دریځ کلک ودریږه خلک او ټول افغان ولس درسره دی بیا د خلکو د زور پر وړاندې شته زورواکي خش او خشاک هیڅ هم نه دي. اوس مونږ او ولس پوهیږو چې دملي مصلحتونو تر نامه لاندې به هر یو دې ته وهڅوي چې جور جاړې وکړي خو غني بابا ډاډمن اوسه چې ولس جورجاړي ته هیڅ کله هم تیار نه دی او زه درته ډاډ درکوم که ټاکنې دویم پړاو ته هم لاړشي مونږ ګټونکي یو او یوځل بیا به افغانان سره لاسونه یو کړي او تاسې ته به رایه درکړي.
زما خو یوه هیله داده چې خدای دي ټاکنې دویم پړاو ته نه بوځي او که بیاهم ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي تاسې ډاډمن اوسې چې په هیواد مین او دردیدلي ولسونه به په یوغږ د تحول او تداوم ټیم څخه ملاتړ وکړي او زه ډاډه یم کومو افغانانو چې تردې مهاله له زلمي رسول صیب څخه ملاتړ کړی په دویم پړاو که یاد ټول افغانان په یوه غږ د تحول او تداوم له ټیم سره یوځای شي خو زه ډاګټرصیب زلمي رسول ته سپارښتنه کوم چې دا به ستاسې سیاسي راتلونکي ته ډیرپه ګټه وي چې سرله اوسه د تحول او تداوم ټیم څخه خپل ملاتړ اعلان کړی. ځکه چې ستاسې له ټیم سره شته افغانانو تاسې ته رایه درکوله نه بل چاته چې ته ترې غواړې ملاتړ وکړی نو بیا به وروسته په میدان پاتې شي او په سیاسي ډګر کې به هم شته محبوبیت له لاسه ورکړی. پاتې شوه د ولسمشرۍ نور نوماندان زه خو ډاډه یم چې دوې په به دویم پړاو کې ټول له غني بابا څخه ملاتړ کوي. نوتاسې پوه شي چې بریا زمونږ ده. نو زه یو ځل بیا غني بابا ته په ډیر احترام سره وايم چې د هیڅ ډلې ټپلې سره نه د ملي مصلحت په نامه جوړجاړې وکړی او نه د نور نومونو تر نامه لاندې مونږ انشاالله بریالي یو او بریا زمونږ ده او که بیا مو هم مصلحت وکړ لومړی به زه ستاسې پروړاندې د جهاد اعلان کوم ډاډمن اوسه.
په درنښت
Do not expect too much from a leader of a broken state… Be a little bid real in aAfghan Interdependent Politics…
ګرا نه سعیدی صا حبه اسلام علیکم ور حمته ا له وبر کا ته
بعد له سلام الله ج دی روغ او جوړ لره ددی ډول نورو اصولی لیکنو په هیله دی زه دا سی عرض کوم چی په دی حصه کی ته یوا ځی نه یی ددی خبری تر شاه ټول ملت ولاړ ده داکتر صا حب دی مطمعن اوسی چی ملت رایه ورکړی او د خپلی رایی سا تنه د سر په بدل په نره کوو خدای نا خوا سته خدای نا خوا سته دا بد د ډا کتر څخه وشو د فشار په اساس او یا په بل علت اوس ملت ویښ شوی ددی لاری لارویان نه یوا ځی غنی دی نور ډیر د غنی پشان ددی لاری پر مخ وړونکی ستا او زما پشان ټول ملت دی انشا اله هری قر با نی ته ددی ملت د خلاصون په خا طر اماده یو په اخیر ددی لاری ټولو چلوونکو ته پیشنهاد کوم چی تدا بیر او امادګی ونیسی تر څو مو قر با نی پا یلی را وړی
د افغانانو خیر په دې کې دی چې نور د مصلحتي حکومتونو لړۍ پای ته ورسیږي او یو داسې نظام رامینځته شي چې هر څوک په کې د خپلې وړتیا او علمي کچې له لارې یو مقام ته ورسیږي. داسې نه وي چې دولتي څوکۍ د جهاد، قومیت او نورو نومونو باندې په خلکو وویشل شي. که چا فی سبیل الله جهاد کړی وي الله به د هغې اجر ورکوي او پاتې شوه قومي خبره نو په دې هیواد کې د هر قوم او قبیلې علمي او فرهنګی کسانو ته اړتیا ده او د هیواد په بیاودانولو کې باید ونډه واخلي مګر د هیڅ قوم جاهلانو او بیسوادانو ته په یو او بل نوم اړتیا نه لیدل کیږي او باید هیڅ ډول دولتي مقام په دې نامه چې پلار، ورور، کاکا، ماما یی شهید ورکړی دی، ورنکړل شي ځکه چې د شهیدانو اجر الله ج ورکوي او دا کار ددولت نه دی. د شهیدانو له ورثه وو سره دولت مالي مرستې کولای شي مګر د دولت لوړ پوړې څوکۍ او مقامات باید په دې نومونو چاته ورنکړل شي او په دې نومونو باندې د هیواد په راتلوونکې باندې لوبي ونکړل شي. هر څوک چې د ټاکنو له لارې قدرت ته رسیږي باید ملي فکر وکړي د یو قوم او ملیت لپاره کار ونکړي. ځکه چې د هیواد جمهور رئیس د یو قوم او ملیت نه وي بلکه د هیواد د ټولو قومونو او ملیتونو جمهور رئیس وي نو خدای ج د وکړې چې داسې یو شخص قدرت ته ورسیږي چې هغه سره ملي فکر وي او ټولو افغانانو ته په یوه سترګه وګوري او د ټولو خادم اوسي نه داچې د یو څو کسانو ګټې خوندي کړي او نور ملیت ورڅخه هیر وي.
په درنښت
نور
سعیدی صاحب ستاسو د غوره لیکني په تایید سره وایم چې مونږ افغانان نور د څو ګوتو په شمیر غلامانو او وطن پلورونکو ته اجازه نه ورکوو چې نور د افغانانو په وینو لوبه وکړي، ډاکټر صاحب اشرف غني یو له هغو افغانانو څخه دی چې افغانستان د ملت غوڅ اکثریت رای ترلاسه کړي او انشا الله په ۹۰ سلنه پاتې رایو کې هغه مخکښ ده خو زه د دولت له دې سیاست مخالف یم چې غواړي د افغانستان د خلکو عامه ذهنونه مغشوشه کړي، مونږ پوهیږو چې غني بابا وړونکی دی ځکه هغه د راتلونکي دولت د پرمخ بیولو لپاره یوه جامع تګلاره لري، او کولای شي افغانستان د الله په توکل سره له اقتصادي بدبختیو څخه وژغوري، کله چې مونږ له دې بدبختیه خلاص شو نو انشا الله چې ټولې بدمرغۍ به زمونږ له ګران هیواده پای ته ورسیږي څخه د ټولو بدبختیو زیږنده ضعیفه حکومتداري، د قانون نه حاکمیت، او ضعیفه اقصاد دی، کله چې دا ټول پلي شي نو هغه مهال به مونږ د یوه سړلوړي افغانستان په لور روان شو.
د میرویس نیکه او احمد شاه بابا له رهلته وروسته موږ د یو نوي بابا یعنې غني بابا څښتنان کېږو. موږ ډاډه یو چې غني بابا که بابا کېږي نو شرط به یې د افغانانو د یو سوچه حکومت رامنځته کول وي نه دا چې جوړجاړی. په ټاکنو کې د افغانانو ګډون د غني بابا د ټاکلو لپاره و که داسې نه وای نو ټاکنې به بې خونده او بې رنګه وای او افغانان به نړۍ ته د یو غیرمهذب قوم په توګه معرفي شوی وای. د غني بابا او ټولو افغانانو د بري او روغتبا په هیله
وروره
ولی تاسی او پخپله داکتر صاحب اشرف غنی د خلکو امیدونه دومره پورته کوی چه د واقیعاتو سره بیخی سر نه خوری؟ ټوله په دی پوهیږی چه مشکلات بی حده زیات دی او په داسی اسانی سره چه په انتخاباتی مبارزو کی یی کاندیدان د حل کولو ژمنی کوی حل کیدونکی ندی. نو همدا علت دی چه خلک ډیر ژر د سیاست والو او واکدارانو څخه مایوسه کیږی. مهربای وکړی واقیعات په نظر کښی و نیسۍ او مشوری ورکړی. همدغه واقیعت بینی وه چه داکتر صاحب اشرف غنی د دوستم رول او زور ته تسلیم شو.
سعیدي صیب!ـ
لیکنه موښه ده خوکه لږه يې سړه وخورو ښه به وي.مشکلات ډېر زیات نوځکه موغوښتنې هم زیاتي دي.هرڅه ممکن دي خودافغانستان په اوسنيوشرایطواچاپېریال ډېروخت ته اړتیا لري.په اخرکې دومره وئیل غواړم »غوایي لاحلال شوی نه دی خانک یې ورته په سرنیولی.ـ
دبورتني دتولو دوستانو دليكني او تاءيدي به زه خبل مطلب به لأندي متن خلاصه كرم
به دنيا. د زمر يألو دي دا دوه. كاره. ………….. يا به وخوري ككري يا به كأمر ان شي
مو نزه نه خبله ككري خورو نه دبل ولي واقيعتونه بأندي ستركي هم نشو بتولي مونز نه جاهلان يو اونه جهالت اوزورواقي غوازوهر خه به علمي توكه طرح او عملي كيدي غوارو أفغانان تول زمونزه ورونه أوتول ته احترام لرؤ.
جلالزوي
انشاالله غني بابا به بریالی يي او په خپلو کړو وادو به عمل کوي. خو که یې سهامي شرکت جوړ نو رښتیا به ټول هغه له سهامي حکومت څخه ستړي هیوادوال دده پر وړاندې ودریږي. د غني بابا په منطق کې دومره زور دی چې آن دوستم یې هم دې ته اړ کړ څو دده پروګرام سره ملاتړ شي، دا د غني بابا ملاتړ له دوستم څخه نه بلکې د دوستم ملاتړ له غني بابا څخه دی چې ښايي وستایل شي. د یوه سوکاله، بریالي، او ویاړلي افغانستان په هیله.
saede sahb da dr pa kaburo ke donn tacer proth dee ch washe dostam he rahm ke