تاند، دوشنبه، د جدي ۳۰مه: د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله ولسمشر غني ته په اشاره ویلي، سوله په یو کس او یو وزارت پورې تړلې نه ده

ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، مذاکره کوونکی پلاوی باید ټولشموله وي او ټول خلک د سولې په هکله د نظر حق لري.

نوموړي ویلي حکومت باید یو جامع پلاوی جوړکړی، خو په وینا یې مذاکره او سوله د یو وزارت کار نه دی.

عبدالله عبدالله ویلي حکومت له سولې پروسې څخه ملاتړ کوي خو دا د یو کس کار نه دی چې ټوله پروسه په لاس کې واخلي او انحصار یې کړي.

عبدالله عبدالله په داسې حل کې دا څرګندونې کوي چې په نوموړي تور دی چې د سولې پروسې په سبوتاژ کې خپله ګټه ویني او فکر کوي چې د مؤقت حکومت مشري به ورکړل شي.

2 thoughts on “غني ته د عبدالله کنایه: سوله د یو کس کار نه دی”
  1. همدارنګه عبدالله زیاته کړی چی تر څو د ټاکنو نتایج اعلان شوی نه وی وحدت حکومت په خپل حال وی کله چی د ټاکنو کمیسیون د نتایجو اعلان ته چمتوالی نیسی نو د دوی ګوند بیا وایی چی دا تصمیم زموږ لپاره د نیولو نده لدی معلومیږی چی عبدالله مخکی لدی تذکرو کی همدارنګه ملی ګټی په وړاندی هر وخت د هیواد په ګټه منفی نظر ورکړی

    خدای ژر تر ژره لدی هیواد ورک کړه که په ځمکه ننوځی یا په اوبو کی لاهو کیږی

  2. یو خو دا ګلمرجان لکه زړه کونډه له هرچا او هرشي نه ګیلې کوي.
    د سولې وزارت خو په ټول افغانستان پورې اړه لري. تاسو هم خپل نظریات ، وړاندیزونه ، غوښتنې او همکاري ورسره شریکې کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *