تاند، چهار شنبه، د حوت ۱۴مه: ولسمشر غني وايي، جمهوریت او اساسي قانون یې سره کرښه ده او د ولسمشر په توګه دی حق نه لري چې له ملي ګټو څخه تېر شي.

ولسمشر غني دا خبرې نن په ارګ کې د سولې په اړه د مشوري ناستو په لړ کې د ځوانانو یوې غونډې ته کړې دي.

ولسمشر ویلي، دی یوازې نه دی او د هیواد ځوانان یې ملاتړي دي: (( زموږ ځانګړي کمانډو ځواکونه په سیمه کې ساری نه لري او دا اوس افغانستان یو سیاسي و نظامي ځواک دی چې زموږ مذاکراتي پلاوی به په پوره جدیت سره د افغانانو د حقونو دفاع کوي.))

ښاغلي غني زیاته کړې چې جګړه یې ګټلې او د ولسمشر په توګه د خلکو له هیڅ حق څخه نشي تېرېدلای.

ولسمشر دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې طالبانو له افغان ځواکونو سره جګړه بیا تونده کړې او پر امریکایانو یې بریدونه صفر کړي دي.

همدا راز یې ویلي که پنځه زره بندیان یې ازاد نه شي، نو دوی بین الافغاني مذاکرات هم نه کوي.

2 thoughts on “غني: جګړه مو ګټلې، کمانډو ځواک مو ساری نه لري، له ملي ګټو نه تېرېږم”
  1. Releasing 5000 Taliban prisoners, without considering the type of crimes they did, will be very peculiar action and Mr Ghani will not do that.

  2. کله چی حالاتو ته ګورو نو ټرمپ کوښښ کوی چی د بیا بریا لپاره تر ټاکنو یو تعداد امریکایان له افغانستان څخه وباسی مګر کله چی بیرته بریالی شی ددی پر ځای چی پاتی ځواکونه هم وباسی نو ځواکونه به را ولیږی او د چین ، روسیی او ایران لپاره دلته سنګر ونیسی ، امریکا په نړی کی داسی هیواد ده چی هیڅ نړیوال قانون که هغه بشری قانون دی یا جنګی جرمی قانون دی ورته درناوی نلری، پاتی شو لا د سولی تړون خو په یو ټویټ لغوه کولی شی
    ټول افغانانو ولیده چی په دی ۱۹ کلنه او ۴۰ کلنه جګړه کی په افغان ولس بمبار وکړ مګر هغه کسان چی پدی ۴۰ کلنه جګړه کی ښکیل وو د امریکا د ډالرو په زور په لنډغرو او قچاقبرو او مافیایی کړیو بدل شول ، ددی پرځای چی لدوی سره د داخلی جګړی دجنګی جرایمو حساب او کتاب وشی په دولتی قدرت کی شامل شول او زیاته اندازه کمکی ډالری کڅوړی یی همدوی ته وسپارلی چی نن د دوی آسپونه د وښو پرځای بادام خوری

    کیدای شی همدا طالبان چی پدی ۱۹ کلنه جګړی کی د انتحار او انفجار په ذریعه زیاتره افغان ولس وواژه بیرته د پورتنیو جنګی ډلو په شان قدرت کی شاملول غواړی

    یعنی هغه سیاسیون چی د ولس له ګټی دفاع کوی باید له صحنی لیری او هغه کسان یا جنګی ډلی چی د ولس په وینو لاسونه سره دی د قدرت جزیری ګرځوی چی په هر وخت او دوران کی دولت او نظام ته یو ډول سرخوږی پیدا کولو معنا ورکوی یعنی غواړی چی افغان ولس له هر راز بشری حقونو استفاده ونکړی

    ټول ولس ناری وهلی چی طالب مشران په پاکستان کی دی مګر تر ننه امریکا او دوی متحدینو د دی ولس غږ وانه وریده یعنی دوی هم پدی پوهیږی مګر د خپلو هیوادونو د ګډو ګټو پخاطر په پاکستان فشار او بندیز نه لګوی

    جالبه داده چی د افغانستان مشران د ۵۰۰۰ کلن تاریخ یادونه کوی او پآکستان تر اوسه ۷۵ کاله هم نه کیږی مګر همدا افغانانو (سیاسیون ) د بی اتفاقی له وجهی او خپلو شخصی ګټو په خاطر، ددی پرځای چی د افغانستان د پرمختګ په اړه فکر وکړی او خپلی ملی پروژو باندی کار وکړی او خپل معادن استخراج کړی او ټولی هغه اوبه چی ګاونډی هیوادونو ایران او پآکستان ته ځی کار وکړی
    تل د چوکی او ونډی غم وړی دی ډیر د شرم وړ ځای دی چی زموږ چم او ګاونډی هیوادونه د بم اتم څښتن شولو مګر افغانان لا تر اوسه خپل خوراکی توکی له بهر واردوی یعنی زموږ برق او وړه ، غوړی او نور لباسی توکی ټول بهرنی دی
    مګر موږ ځمکه لرو، اوبه لرو ، معادن لرو مګر هغه کسان چی هیواد لپاره کار کوی پخپله د ولسمشر سلاکاران ریس جمهور ته مشوره ورکوی چی د فلانی اداری ریس، وزیر یا کارکوونکی په فساد کی ښکیل دی
    ددی پر ځای چی اصلی منبع یی پیدا کړی نو حکم وکړی چی د فلانی اداری تشکیل لغوه یا د فلانی اداری کارکوونکی پر ځای نوی کسان وګمارل شی، پدی سره فساد ورک کیږی نه بلکه ملی پروژو د نه تطبیق لپاره کار کیږی ځکه تر هغه چی نوی کارمند په یوه موضوع سر خلاصیږی کال تیریږی او کاشکی چی اهل کار والا وی چی ګوری ټول د پارلمان یا د یو وزیر خپلوان وی چی د ټولی اداری لپاره د هغه له فساد ژغورل یو جدا سرخوږی ګرځی

    جالبه داده چی هغه کسان په فساد کی ښکیل دی چی له آرګ او اجرایه ریاست سره ټینګه اړیکه لری چی له یو څوکی لیری کیږی په یوه اداره په لوړ معاش مشاور د وزیر یا ریس مقرر کیږی مګر هغه کسان چی واسطه او پیسه نلری بیکاره تر ننه پوری ګرځی

    دا پدی دلالت کوی چی ریس جمهور هم واقعیت ته نه ګوری او تل د مشاورینو مشوری ته ډیر ترجیح ورکوی باید ریس جمهور دا پاڼه بدله کړی ځکه پدی کی وطن لوی تاوان لیدلی ده

    خدای د وکړی چی زما دا خبره تر ریس جمهور ورسیږی هغه کسان چی پدی هیواد یی زړه دردیږی دا کار کولی شی
    ځکه چی ریس جمهور ویلی چی مه پریږدی چی د څو کسانو یا کړیو له لوری محاصره شم او ستاسی اساسی خبری تر ما را ونه رسیږی

    کچیری د ریس جمهوری ایمیل می درلودلی نو ډیر نا دودی به می ورسره شریکی کړی وی چی فکر کړی وی چی مشاورین څه وایی او ولس او هغه کسان چی ورځنی چاری له نږدی ګوری څومره توپیر لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *