تاند، چهار شنبه، د قوس ۶مه: ولسمشر غني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د جنسي ځورونې راپورونو شدیدا ناراحته کړی دی او لویې څارنوالۍ ته یې امر کړی چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.
ولسمشر لیکلي، په دې اړه د دوه مدني فعالانو د نیول کېدو د راپورونو له خپرېدو وروسته یې عاجل ملي امنیت ته امر کړی چې په دې اړه دې خپل اقدامات ودروي او د قضیې د راسپړونکو قضیه دې کورنیو چارو وزارت ته راجع کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت له لوري د لوګر د بچه بازۍ د راپور کې د ښکیلو فعالانو موسی محمودي او احسان الله حمیدي د نیول کېدو راپورونه ګرم دي.
ولسمشر ویلي، د دغې قضیې په اړه یې نه یوازې دوه مدني فعالان کورنیو چارو وزارت ته محول کړي، بلکې لویې څارنوالۍ او د بشر د حقونو کمېسیون ته امر کوي چې موضوع په جدي ډول وڅېړي.
ولسمشر ویلي، د پوهنې وزارت ته یې هم امر کړی چې په هغو سیمو کې دې خپل یو سرتاسري راپور چمتو کړي چې په کې د ماشومانو د جنسي ځورونې تورونه دي.
په همدې حال کې د امریکا سفیر جان بس، د بښنې نړیوال سازمان، د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د جرمني سفیر د ماشومانو د جنسي ځورونې د راپور د نشرولو په تړاو د دوه فعالانو د نیول کېدو په هکله نیوکه کړې وه.
د یادونې ده چې اوونۍ وړاندې د ګارډین ورځپاڼې لخوا داسې راپور نشر شو چې په کې ویل شوي وو، په لوګر ولایت کې له ۵۰۰ زیات د ښوونځي ماشومان د استادانو او مدیرانو لخوا د جنسي تېري او ځورونې ښکار شوي دي چې د ویډیوګانو په نشرېدو یې ګڼ ماشومان وژل شوي هم دي.
خو ملي امنیت تېره ورځ د دې راپور چمتو کوونکي دوه فعالان موسی محمودي او احسان الله حمیدي په یوه ویډیو کې ښکاره کړل چې بخښنه یې غوښتې ده.
ملي امنیت ویلي، دغو دواړو کسانو غوښتل چې د دې راپور په نشرولو سره په خارج کې د پناه غوښتنه وکړي او منظور شي.
ښاغلی محمودي او حمیدي باید دا اهم کلتوری او وطنی خبر لمړی د منطیقی ولسوال یا والی صاحب سره شریک کړی وای نه د هیواد دننه او بهر موسساتو سره لکه د ګارډین ورځپاڼې سره.
هرعمل د لاری مل
د دغی دواړو لپاره افغانان قانونی او وطنی فیصلی غواړی
والسلام