سید اصغر هاشمي

استاد عبدالروف (( بېنوا )) : ارواښاد عبدالروف بېنوا د غني خان (( غني )) شاعري له نوښته ډکه او فلسفي بولي او دده د (( ليوني فلسفي )) د لقب په هکله خپل نظر په لاندې ډول وړاندې کوي او ليکي :

(( دده دا لومړنى شعر ګواکې د پښتو په ادبي دنيا کې د يو نوي ،مبتکر او فلسفي شاعر لومړى ګام وي   او دغني په افکارو کې تر بند وروسته څه نا څه تحول پيدا شو ، تر بند پخوا که يواځې شاعر و ، اوس فليسوف هم شو او هغه وخت کې يې يواځې د پښتون غم خوړ اوس د انسانيت غمخورشو ، دده د شاوخوا خلکو ژوند ورته ټوکې مسخرې ښکاره شوى او دده د خيالاتو غزونې دده د شاوخوا محيط په تنګناى کې نه ځاييدلې نو ځکه له خپل محيط او خپلې اجتماع څخه بې پروا شو او د خپل شاوخوا په مصنوعي او ساختګي ژوند پورې يې ټوکې او مسخرې شروع کړى او د حقيقي انسانيت په لټون پسې يې هڅه وکړه او د ليوني په څير يې خپله ورکه لټوله نو ځکه   په (( ليوني فلسفي )) مشهور شو او کهبه هر څومره ده نارې کړى چې :

نه زه فلسفي يم خلکه نه زه ليونى يم

يوغريب بچى زه د پښتون د پلارګنى يم

خوخلکو به دده (( ګډې وډې )) اورېدلې يا لوستلې نو دا يې نه شوه منلاى چې دې ګوندې د ليونۍ فلسفې خاوند نه دى ، دا ځکه چې د غني خان فکر او کړه وړه د عادي خلکو د افکارو او کړو وړو سره توپير درلود او دده د (( سبا )) خيال د (( پرون )) خلکو ته ليونتوب ښکاريده نو ځکه دى په خپله وايي :

بعضې ځاى کې لږ او بعضې ځاى کې ډېر يم خداى لوى کړى

خيا ل مـــې د ســبـا دى پــيـدا شــوى پــرونــۍ يــم

پوهاند صديق الله رښتين : استاد صديق الله رښتين د غني خان (( غني )) د شاعرۍ په هکله خپل اديبانه او عالمانه نظر په خپل کتاب کې او همدارنګه په خپله يوه مقاله کې د (( عبدالغني خان ( غني ) تر سرليک لاندې داسې څرګند کړى دى :

(( د غني خان په اشعارو کې يا په بله ژبه دده د فکر په پلوشو کې عشق ، مينه او محبت ، پښتو او پښتونواله ، رندي او مستي ، نقد او کره کتنه ، ازاد خيالي او بې باکي او نور هر رنګ لذتونه او خوندونه شته او په دې ميدان کې بيخي د خوشحال خټک د لارې پوخ ملګرى دى ، خو په ټوکو او ملنډو کې تر هغه هم وړاندې دى ،غني په خپل وطن او اولس په خپله ژبه او ادب مين دى ، د خپل قوم او وطن سرلوړي يې ارزو ده او د خوشحال خان په څېر د تورو په ميدان کې لوبيدلى او د فکر او قلم ډګر يې د پښو لاندې کړى دى او دشعرونو په زمزمو يې ويده زړونه را ويښ شوي دي ، لکه

چې وايي :

چې خازي شنې مې په قبروي ولاړې

که غلام مړوم راځى توکړى پرې لاړې

کـــــه په خپلو وينو نه وم لمبيدلى

په ما مه پلـيـتوئ د جـومات غاړې

سليمان لا يق : سليمان لايق د غني خان د شعر او شاعرۍ په اړه خپل نظر داسې څرګند کړى دى :

(( بې له دې چې غني د فلسفي تفکر په لحاظ تحليل کړو او بې له دې چې د يو نقاش مجسمه جوړونکي او څو اړخيز هنر مند په توګه يې وڅېړو ، دى زموږ د دوران يو ډېر لوی شاعر دى ،چې د انسان په ښکلا او لويي او دهغه په کمزوريو تر بل هر پښتون شاعر ښه پوهيدلى دى . ده د انسان تکل غوښتنې او ګناهګار هوسونو د هغه په خپلو مذهبي ، فلسفي ، سياسي او خرافي ا نديښنو کې څېړلي او آزمويلي دي . غني خان ددې لپاره چې د شعر ژبه پاکه وساتي او ددې لپاره چې انسان د دوکې او پر ځان باندې د باوري کولو په لومه کې ښکيل نه کړي ،پر ټولو قراردادي مقدساتو باندې پښه ږدي او خلکو ته د ريا کارو شيخانو او وطن فروشو اخوندانو کاذبانه لا فې او مقدس درواغ بربنډوي :

اى د ليونيانو نيکه لمونځ ښه که مستي ښه ده

حسن جوړيدل ښه دي که حسن پرستي ښه ده

د غني انتقادي ژبه بربنډه ده . دى د يو رومانتيک ، ريالست په توګه د ښکلا او مينې ستايونکى دى . ليکن په هرڅه ، هر ځاى او هر وخت کې انسان دا د ځمکې خوځنده او هوښيار خاوند نه هيروي ، هغه له خپلو ټولو بديو او خطاوو سره دده د شعر په محراب کې ناست دى او د خپلو ښيګڼو او بديو په نندارتون کې د غني شعر ته د لذت او عذاب په زانګو کې د (ژوند د دوام لپاره الهام ورکوي .

محمد ابراهيم عطايي : ليکوال او تاريخ پوه محمدابراهيم عطايي په يوه مقاله کې د غني د شاعرۍ او اشعارو په اړه خپل نظر داسې وړاندې کوي :

(( غني خان چې څه وايي په هغه کې يوازې الفاظ او کلمات نه اوډي او دا کار ديو فنکار په توګه کوي نو دهغه شاته د ټاکلې عقيدې خاوند دى او دده علمي نړۍ ليد سړى په دې ډاډه کوي ،چې د شيانو او جرياناتو تر منځ يې د ډيالکټيکي اړيکو رموزات هم علماً درک کړي دي . دى دغسې فلسفي مفاهيم په مستعاره شيوه داسې بيانوي :

زه يم ، زه يم رنګ سرور او شرنګا زه يم

د جانان سترګو کې مړاو ى خمار زه يــــم

دا خو زه د ځيګر سوز په هوا سور کـــــــړم

روح ، مطلب ، آواز ، د سيتار زه يــــــــــم

چې زه نه يم بې معنا جنت آسمان دى

د جهان د سوز او مينې مختار زه يـــــــــــم

د همدې مقالې په يوه برخه کې ليکي :

(( غني د ټولنې د لويو ارمانونو يعنې د پردي له جغ څخه د خپلو خلکو آزادي او ملي آزادي بخښونکى جنبش د برياليتوب سرحد ته رسول په خپل هنري نبوغ تبليغوي ، خو د هغه په اړخ کې ورځني کوچني مسايل چې د هغو لويو ارمانونو د زيربناء حيثيت لري ، هم له ياده نه باسي او دا کار دده دکمال يو غټ قانع کوونکى دليل دى . ))

محمد زرين انځور : ښاغلي زرين انځور د غني خان د شاعرۍ په هکله خپل نظر په خپله يوه مقاله کې داسې بيان کړى دى :

(( غني په معاصره پښتو شاعرۍ کې د يوه ځانګړي دريځ شاعر دى ، دهغه د شعر سبک زمونږ په معاصره شاعرۍ کې دمنفردو خصوصياتو لرونکى دى .

د غني د شاعرۍ ډېر اړخونه (( په فرد پورې منحصر )) اړخونه دي او دا د هغه د شعري شخصيت اساسي او مرکزي ټکي هم دي . سره له دې چې غني په خپلو شعرونو کې د پښتو د ادبياتو را روانې عنعنې ته هم کله کله پاملرنه کړي ده ، خو په مجموع کې يې په معاصره شاعرۍ کې څه داسې برخې زياتې متبارزې دي ،چې يوازې په غني پورې اړه لري او يوازې د هغه د شاعري (( منفردې )) ځانګړنې يې ګڼلى شو ، لکه چې وايي :

عجب مې وجود عجب مې لا ځيګر

څه بې توکه بې توله دا سترګې او سر

يــا پــه بــام د حــرم د مستۍ ترانه

يا په شپه د وصـال د نـفـلونو بهانه

يا موسى ته قصې دفرعون د محل

يـــا فــرعــون تـه بـيان د ابــد د اجـل

يا د غم د بي بي نه سرور غوښتل

بـتخـانه کـې پړقونه د طور غوښتل

.معتمد شينوارى : د ښاغلي سرمحقق معتمد شينواري په يوه مقاله کې داسې لولو : ((دژوندانه د پيښو د ترسيم دپاره غني خپل مخصوص سبک او اسلوب لري طنزاوټوکې ټکالې کوي او هرڅوک چې دشعر په ډګر کې دده مخې ته ورغلى دى همد اسې ورنه   نه دى پاتې شوى او ګوزار يې ورباندې کړى دى حتى انګريزان ، ملايان ، وطن پرستان ، اولسي بيسوادان او عتيقه پرستان دده د ظرافت لاندې راغلي دي . هو ! تيز او مهم موضوعات په دا رنګ تعبير سره بيانول په طبيعي ډول د اشعارو انتقادي روحيه او څپې کموي . ))

محمد اکبر کرګر : ښاغلي محمد اګبر کرګرد غني خان د شاعرۍ په باب خپله رايه دا ډول څرګنده کړي ده :

(( کله چې د غني خان دشعر سمندر ته ورننوزو او په فکري لحاظ په کې غوپه ووهو ، پرته له دې چې ساه وباسو ، له ډېرو مرغلرو سره په کې مخامخ کيږو ، غني د خپل وخت او دوران د غورځنګ شاعر دى ، او څرنګه چې د خپل ژوندي ارمان سره يې ژوند کړى دى ، د هغه د ژوندي ارمان چيغه هم ژوندى ده ، هغه د غورځنګ د حرکت او پر مختګ سره موازي پر مخ تللى دى او شعر يې ليکلی د ی.

غني ځا‌ى پر ځاى په بېله بېله موقع ، د موقع مناسب داسې ترانې ويلي دي ،چې هغه د ستاينې وړ دي . غني په ساده او سوچه پښتو کې د الفاظو په شکل کې د پښتنو په غم درد کې شريک شوى دى،خو چې موقع راغلي ده ، نو لکه د ابراهيم ( ع ) يې اور ته هم دانګلي دي . د حيدر آباد او هريپور جيلخانې نن هم د دغو ورځو په ژوندون دلا لت کوي او دغسې غني خان په تن او قلم د خپل قام خدمت ښه په نره کړى دى . ))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *