عبدالوافي نایبزی

په افغانستان غوندې نسبي پرمخ‌تلونکي هېواد کې چې کابو نيم وطن له مافیا څخه خړوبېږي، سیسټم ته عیارول څه وړه خبره نه‌ده، د ولسمشر غني څخه په تېر ټاکنیز بهیر کې هم هم‌دا تمه وه، چې دا به د حکومتدارۍ چارې سیسټم ته برابروي!

د یو لاس شاته تړل [د غني په وینا]، نا امني، کورنۍ امنیتي او اقتصادي مافیا، ګاونډیان او طالبان، هغه څه وو، چې دا يې خپلو
پلانونو تطبیق ته پرې‌نه‌ښود او په لویه کچه ویلی شو، چې په نا امنۍ کې يې دومره بوخت وساته، چې د اقتصادي پلانونو ای، بي او سي طرحو هم کار ونه‌کړ، خبره ۰۸۱درجې راتاوه شوه او د حکومت ټول فوکس په امنیت شو.

اوس:
داسې نه‌ده، چې زه او ز ما په څېر زرګونه ځوانان د ولسمشر په غږ او څېره ميین یو، دا خو داسې ماډل هم نه‌دی، چې موږ به ووایو، چې لباس، بوټونه او لاسي ساعت يې موږ ته بېخي ماډل دي، او تقلید به يې وکړو 🙂 خو په لویه کچه خبره د وطن ده، د وطن د ګټو ده، خبره د ملي او دیني ارزښتونو ده.

زما په څېر نور ډېر ځوانان به ترې ډېرې ګيلې لري. موږ نه غوښتل، چې مافیا دې په دې حد کې پاتې شي، موږ نه غوښتل چې ځينې پخواني جنګساالران دې لا پسې پياوړي شي، مو نه غوښتل، چې تحصيلي بهیر دې لا پسې دا سرسري وګڼل شي،موږ نه غوښتل، چې ځينې بې‌احساسه خارج‌مېشتي افغانان دې زموږ سرنوشت‌ټاکونکي واوسي، موږ نه غوښتل، چې مفسد چارواکي دې د زندانونو پر ځای د ده په تخرګ کې ځای ونيسي.

موږ ډېر څه نه‌غوښتل، او اوس يې هم نه‌غواړو، خو چاره څه ده؟

دا هغه څه دي، چې ډېر ځوانان او وطنوال ترې ناامېده دي، بل اړخ دا هم کېدای شي، چې د مافیا نسبي ځپل هم اسانه خبرهنه‌ده، ډېری ځوانان همدې مافیايي بانډونو پورې تړلي دي، پر دوی اقتصادي سرچینې وچول، د غني د ملاتړ د پرېکون په مانا وو.

خو،
مقابل لوری، تکړه، وتلی او مطرح نوماند څوک دی؟آیا زموږ دا پورته «غوښتنې» د هغه په وجود کې لاس‌ته راتلی شي؟ آیا د هغه ټیم حتا له موږ سره «افغانیت» کلمه هم زغملای شي؟

خبره ټولو ته مالومه ده، غني به يې دا وار هم وړي، له ده سره د «فکر» تر څنگ «بخت» هم ملگری دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *