تاند، پنجشنبه، د عقرب ۲۳مه: ولسمشر غني نن ماسپښین د دفاع وزارت له جنرالانو او رهبرۍ سره لیدنه کړې او د ټولو منسوبینو د منظور شویو ترفیعاتو د پلي کېدو امر یې کړی دی.
ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه اوس په غیر سیاسي او ملي بنسټونو بدل شوي او د قانون د پلي کولو دنده یې پر غاړه اخیستې ده.
ولسمشر ویلي، په دفاع وزارت کې له پنځو کلونو راهیسې پراخ تغییرات راغلي او ظرفیتونه یې تر دې حده لوړ شوي دي چې په ټولو مسایلو کې په یوازې ځان مبارزه کولی شي.
په دې لیدنه کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو ستراتیژیک لارښود بللی او زیاته کړې یې ده چې له همدې کبله ملي اردو زیاتې لاسته راوړنې لري.