تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: د ولسمشر غني په مشرۍ د اریانا هوايي شرکت په برخه کې د اصلاحاتو راوستو او د نوي باختر هوايي شرکت د رامنځته کولو طرحې څېړل شوې دي.

ارګ وايي، په دې اړه ناسته کې د اریانا شرکت مسوولانو ولسمشر ته د خپل کار راپور وړاندې کړی او ورته یې ویلي چې د باختر هوايي شرکت د رامنځته کولو اساسنامه او عایداتي پلان يې لا له وړاندې چمتو کړی دی، خو په څنګ کې یې د اریانا هوايي شرکت د بېرته په پښو درولو چمتووالی هم نیولی دی.

 په دغه ناسته کې ولسمشر غني د باختر هوايي شرکت د اقتصادي واضح تحلیل په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغه نوي شرکت په رامنځته کولو کې دې ټول نړیوال معیارونه په پام کې ونیول شي: (( د باختر شرکت لپاره دې د مسلکي کادرونو خصوصا د پیلوټانو په روزنه کې ځانګړې توجه وشي، دوی باید له دفاع او داخلې وزارت سره د پرسونل د لېږد رالېږد په برخه کې همکاري وکړي.))

  ولسمشر غني همدا راز په هېواد کې د هوایي ډګرونو د تاسیساتو د معیاري کولو او جدي څېړنې هم امر هم وکړ او زیاته یې کړه چې اریانا هوایي شرکت باید د حاجیانو د لېږد رالېږد په بهیر کې خاص اصلاحات راولي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال یوازې دوه هوايي شرکتونه لري چې د اریانا هوايي شرکت تر څنګ کام اییر خصوصي شرکت یادېږي، تر دې وړاندې صافي ایر لاین هوايي شرکت د ستونزو له کبله وتړل شو.

One thought on “غني:  د باختر هوايي شرکت باید په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *