تاند، سه شنبه، د عقرب ۲۱مه: ولسمشر غني په یو خبري کنفرانس کې تایید کړه چې درې مهم طالبان انس حقاني، مالي خان او عبدالرشید له بګرام زندان څخه په مشروط ډول خوشې کوي.

ولسمشر غني وویل، له نړیوالو همکارانو سره یې پرېکړه کړې چې درې طالب زندانیان چې د حقاني شبکې مهم غړي دي په مشروط ډول خوشې کړي او نه به دغه درې کسان د طالبانو د تقویې سبب کېږي.

ولسمشر زیاته کړه دا کار د دې لپاره شوی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمینه برابره شي او په بدل کې یې د امریکايي پوهنتون استادان راخوشې کړای شي.

ولسمشر زیاته کړه، دا مهال د افغانستان په زندانونو کې ۱۱ زره طالبان بندیان دي.

تر دې وړاندې په راپورونو کې ویل شوي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پاکستان، طالبانو الو د افغانستان له حکومت سره خبرې کړي چې انس حقاني دې د افغان امریکايي پوهنتون د دوو یرغمل استادان په بدل کې خوشي شي.

طالبانو دوه امریکايي استادان، ۶۰ کلن کيون کېنګ او ۴۸ کلن تيموتي وېکس په ۲۰۱۶ کال کې له کابله وتښتول.

د ځینو راپورونو له مخې، د حقاني شبکې د موسس جلال الدین حقاني کشر زوی او د دې شبکې د اوسني مشر سراج الدین حقاني ورور انس حقاني د دې شبکې له یوه بل قوماندان حافظ رشید سره د ۲۰۱۴ م کال د اکتوبر په څوارلسمه په خوست ولایت کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست د خاصو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو خو یوې امریکايي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال بیا هماغه وخت ویلي و چې انس حقاني او حافظ رشید د اکتوبر په دوولسمه په بحرین کې د امریکایانو له لوري ونیول شول او وروسته د افغانستان ملي امنیت ته وسپارل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *