تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: ولسمشر غني د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت ملت ته وینا کې ویلي، که داعش په ختیځ، شمال او مرکز هر ځای کې وي، جرړې به یې وباسي او هیڅ رحم به پرې ونه کړي.

ولسمشر غني وویل، د شپږمې ناحیې پر یو هوټل د واده مراسمو باندې برید د خپلواکۍ جشن به ویر بدل کړ، ځکه یې په دولتي کچه د دې جشن د نمانځنې مراسم وځنډول.

ولسمشر ګواښ کړی چې حکومت به د دغو بریدونو غچ اخلي او له قاتلانو سره به د ولس د وینو د هر څاڅکي حساب کوي: (( اوس وخت رارسېدلی چې ملت د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د تروریزم د بلا پر ضد خپله توره راوباسي او مبارزه کړي.))

ولسمشر ویلي، نن چې ټول هېواد د ویر په ټغر ناست دی، وعده ورکوي چې د داعش ټغر به له بیخه ورټول کړای شي.

د یکشنبې په شپه د کابل شپږمه ناحیه کې د واده پر مراسمو د داعش برید ۶۳ هېوادوال ووژل او ۱۸۳ نور یې ټپيان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *