تاند، شبنه، د میزان ۶مه: ولسمشر غني وايي، په دې ویاړي چې په لومړي ځل د افغانستان د یوې ټاکنیزې پروسې عمده مصارف حکومت له خپلې خزانې څخه ورکوي.
ولسمشر وویل، دا ځل پر ټاکنیزو کمپاینونو بریدونو کې تر ټولو زیات کمپاینران د دولت ساز ټاکنیزې ډلې څخه وژل شوي دي، چې دی یې د قربانۍ درناوی کوي.
ولسمشر له هغو نوماندانو هم مننه وکړه چې تېرو څو ورځو کې له دولت ساز ټاکنیزې ډلې سره یو ځای شوي دي.
ولسمشر زیاته کړه، د رایو بانکونه یې مات کړي دي او له ولس تمه لري چې د باعزته سولې لپاره ده ته رایه ورکړي او د ولسمشر په توګه یې بیا انتخاب کړي.
ولسمشر دغه راز پر خلکو غږ وکړ چې په خپل پراخ ګډون نه یوازې په ټاکنو کې برخه واخلي بلکې د ټاکنیزو درغلیو مخه هم ونیسي.
ولسمشر وویل، د کمیسیونونو د غړو په انتخاب کې یې یوه رایه لرله او ۱۷ رایې نورو کاندیدانو کارولي خو تمه لري چې د دواړو کمېسیونونو د کار پایله ښه راووځي.