تاند- د افغانستان ولسمشر وايي، د سولې په اړه د افغانستان د حکومت هڅو ته د پاکستان ځواب تراوسه منفي دی او له دې کبله افغانستان ته ډېر تاوانونه اوښتي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني له وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، له طالبانو او پاکستان سره یې د سولې لپاره هڅې کړي خو پاکستان او طالبانو د ده هلوځلو ته په جنګ ځواب ویلی دی.

ولسمشر غني همداراز وویل«ایا دې جګړې افغانستان ته تاوانونه اړولي؟ هو ډېر زیات، خو د دې جګړې وضعیت د بدلون په حال کې دی.»

ده وویل، سره له دې چې افغانستان په جګړه کې ښکېل دی خو سږ کال د افغان امنیتي ځواکونو وضعیت ښه شوی دی.

د راپورونو له مخې د تېرو کلونو په پرتله د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات په سلو کې ۳۰ لږ شوي دي.

د افغانستان ولسمشر وال ستریټ ژورنال ته وویل«پاکستان ته لاړم، د سولې هڅې مې وکړې، خو کله چې تاسي چا ته لاس اوږد کړئ او هغه کس لاس درنه کړي چاره مو څه ده؟»

په وال ستریټ ژورنال ورځپاڼه کې د ولسمشر غني د مرکې له خپرېدو یوه ورځ وروسته د کندهار په خاکرېز ولسوالي کې د افغانستان د وسله والو مخالفانو په یوه پراخه او منظمه حمله کې د ملي اردو شاوخوا ۵۰ سرتېري شهیدان شول.

One thought on “غني: د سولې په اړه د پاکستان ځواب تراوسه پورې منفي دی”
  1. د افغانستان ولسمشر وال ستریټ ژورنال ته وویل”

    «پاکستان ته لاړم، د سولې هڅې مې وکړې، خو کله چې تاسي چا ته لاس اوږد کړئ او هغه کس لاس درنه کړي چاره مو څه ده؟”»

    President Ashraf Ghani broke the norm and Afghans pride directly going to the headquarter of Pakistan military barracks and generals there knew your limitation to steer Afghanistan foreign policy independently. They likely thought you were sent there banking on your weakness

    Pakistan Generals grabbed and hard pressed your injured finger and made you accept Afghan – Pak joint military operation around Durand Line. Resistance in Kabul began against such non-sense arrangement and you then changed the wording from ” joint military operation ” to ” militarily complementing ” each other which was a medicine worst than the disease itself and public resistance still continued in Afghanistan until you were forced to eliminate it altogether.

    Bending that far back to please Pakistan in your first visit is extremely difficult to reverse and stand straight still again.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *