تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: ولسمشر اشرف غني نن د بین الافغاني مذاکراتو او راتلونکي نظام په هکله د ارګ دریځ روښانه کړ او زیاته یې کړه امریکا د ۵ زره طالب بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري.

ولسمشر غني وویل، په ناڅاپي ډول او له قانوني اقداماتو پرته د پنځو ۵ زرو طالب بندیانو د خوشې کولو لپاره دوی هیڅ ډول ژمنه نه لري او دا خبره یې په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې.

ولسمشر ویلي، دا مسئله د  بین الافغاني خبرو اجنډا کېدای شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.

ولسمشر غني وویل، امریکا په افغان چارو کې واک نه لري او زیاته یې کړه چې د بندیانو خوشې کول د افغانستان اسلامي جمهوري دولت واک دی نه د امریکا، ځکه د ولسمشر په وینا امریکا یواځې تسهیلوونکی رول په غاړه لري.

ولسمشر غني د خبرو په جریان کې دغه راز وویل چې لوړه خامخا کوي او ټینګار یې وکړ چې نور څوک نه شي کولی خپله ځان ولسمشر اعلان کړي: ((د ولسمشر د ټاکلو مرجع معلومه ده او هېڅ‌څوک ځان ولسمشر نه‌شي ټاکلی.))

نوموړي دغه راز وویل چې بین الافغاني مذاکرات به هم د جمهوري حکومت او طالبانو ترمنځ وي.

غني زیاته کړه چې خپل مذاکراتي پلاوي ته صلاحیتونه نه ورکوي او واکونه به یې پارلمان، یا هم لویه جرګه ټاکي.

One thought on “غني: د طالبانو خوشې کول د افغان دولت صلاحیت دی نه د امریکا”
  1. لدی مخکی د امریکا ددفاع وزیر وویل چې که طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره پاتې نه شي، نو دا چانس به له لاسه ورکړي چې له افغانانو سره خبرو ته کیني او د هیواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.

    هغه زیاته کړه: )) د امریکا متحده ایالات به هم په دې کې زړه نا زړه نه شي چې د طالبانو او امریکا تړون باطله کړی.))

    په دی لړ کی د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ویلی چی له ډېرې مودې راهیسې طالبانو هڅه کوله، له امریکا سره موافقې ته ورسېږي، نو له دې امله چې ټول له جګړې ستړي وو او موافقه په ګټه وه، امریکا هم توافق وکړ.

    د ټرمپ په قول، په افغانستان کې یې زرګونه ترهګر وژلي؛ خو اوس دا د طالبانو او نورو نږدې هیوادونو دنده ده، چې دې کار ته دوام ورکړي.

    نوموړي که څه هم ځای او وخت مشخص نکړ؛ خو ویې ویل، چې په نږدې راتلونکې کې له طالب مشرانو سره ویني.

    د ټرمپ په خبره، دی په دې باوري، دی چې طالبان به یو څه وکړي او وخت به ضایع نکړي؛ خو په وینا یې که څه بد پېښ شي، امریکا به یو ځل بیا په داسې شدت برید وکړي، چې وړاندې تر دې به خلګ نه وي ورسره مخامخ شوي

    سوال دلته داده کچیری امریکا لا تر اوسه په طالبانو اعتماد او باور نلری نو ولی یی د سولی تړون ورسره لاسلیک کړ کچیری د امریکا او طالبانو ترمینځ باور وی نو ولی دوی پداسی حالت کی چی عملی کولو ته یی لا وخت شته داسی تیزی خبری کوی لدی معلومیږی چی پخپله امریکا هم د سولی کولو لپاره لیواله نده او پدی هم پوهیږی چی پاکستان د داعش لپاره زیاتره طالب جنګیالی مخکی له مخکی جلب او جذب کړی چی د اورکم په مودی کی ازرګان یا زابل چارواکو رسانیو ته ویلی وو چی د طالب جنګیالیو سره یی تور بیرغونه لیدل شوی

    یعنی اوس امریکا غواړی د افغان ولس وژلو لپاره پاکستان ته بله د انسان وژنی پروژه او مالی ملاتړ لپاره تعهد وښایی

    مګر زما په نظر کچیری دا سولی کیدونکی ده نو افغان دولت ته وو پکار چی د سولی لپاره یی دا دومره مصارف کړی وای ځکه اوس همدی افغان دولت ته لوړی کولو لپاره ډول ډول ننګونی جوړوی او کچیری سوله نکیږی نو خلیلزاد او امریکا بیا ولی پاکستان ته بیا بیا د سولی په نوم منډی وهلی نو بهتره به دا وو چی پاکستان پوځ او استخباراتو باندی سیاسی او مالی بندیز ولګول شی ترڅو سیمه او نړی او ځانګړی ډول افغانان او ښکته پښتانه یی له ظلم او انسان وژنی خلاص شی

    نو لدی معلومیږی چی د پاکستان او امریکا ترمینځ څه پټی معاملی چی مخکی لدی افغانستان ته راشی او طالبانو نظامی وپرځوی معاملی شوی دی ځکه خو امریکا نه افغان نظامی ځواک پیاوړی کوی لکه څرنګه چی ولس او افغان دولت تمه لری او نه هم په اقتصادی او زیربنایی چارو کی مالی او تخنیکی مرسته کوی لکه مخکی چی روسان پدی برخه ډیر اخلاص مند وو مګر امریکا د افغانستان بیا رغونی چارو کی پخپله هم مرسته نه کوی او بلکه افغان دولت ته هم خنډونه جوړوی او زیاتره پروژي یی د بودجی او تخنیکی ستونزو له امله په ټپه ولاړ دی

    نو افغان دولت ته هم پکار ده چی کله امریکا د افغان دولت له مشوری پرته د پاکستان په فرمایش باندی کار کوی نو افغان دولت باید له روسیی او چین څخه تخنیکی مرسته وغواړی او خپلی پاتی زیربنایی پروژو او اقتصادی بیارغونی کی مرسته وغواړی چی امریکا پوه شی چی له کوربه پرته میلمه چی د چا په کور کی هغه له حریف سره ددی هیواد د سرنوشت په اړه پټی معاملی یا خبری کوی څومره بد اثر او تاثیر غورځوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *