تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: ولسمشر محمد اشرف غني د کابل د بهرنیانو پر میلمستون ګرین ویلیج کمپ د طالبانو برید ته په غبرګون کې ویلي چې زموږ پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی.

ښاغلی غني دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې تېره شپه د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند قابل بای سیمه کې د بهرنیانو پر یو کمپ د طالبانو موټر بم او ډله ییز برید له ۱۳۵ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واوړوله.

ارګ د دې برید په تړاو یوه خبر پاڼه کې وایي چې طالبان د پردیو په لارښوونه افغانان په نښه کوي.

په دغه اعلامیه کې د غني له قوله ویل شوي زموږ د خلکو او هیواد پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی: (( طالبان او رهبري یې له افغانستان څخه بهر د پردیو کړیو په واک کې ده او د هغوی په لارښوونه زموږ هیواد ورانوي او زموږ خلکو ته زیان رسوي.))

ولسمشر یاد برید غندلی او زیاتوي، چې طالبانو د افغان پوځ په وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی دی او اوس غواړي یوازې ملکیان په نښه کړي.

دغه برید چې مسؤلیت یې طالبانو په غاړه اخیستی د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا ۱۶ تنه په کې وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپيان شوي چې ملکي وګړي او د دغه کمپ کار کوونکي په کې شامل دي.

خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوي ګڼو بهرنیانو ته په پروني برید کې مرګ ژوبله اړولي ده.

One thought on “غني: د طالبانو وروستۍ جګړه بشري جنایت دی”
  1. د طالبانو د صلحی ادعا دروغ ده ، که رښتیا دوی صلحه غواړی نو اول دی اوربند اعلان کړی ، دافغان وژنی نه دی لاس واخلی او بیا د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت سره خبری پیل کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *