تاند، دوشنبه، د حوت ۱۹ مه: د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ د روغې جوړې جرګه ناکامه شوې او ولسمشر غني ورسره د واک پر سر هر ډړل معامله رد کړې ده.

د ولسمشر سلاکار ډاکټر فاضل فضلي لیکي: موږ پوره هڅه وکړه چې د اساسي قانون سره سمه یوه حل لاره پیدا شي او ستونزه حل شي، خو د مقابل لوري غوښتنو دا چاره ناممکنه کړه.

دغه راز د ولسمشرغني فرهنګي سلاکار شاه حسین مرتضوي پر خپل ټویټر لیکلي چې د ولسمشر د لوړې مراسم نه دي ځنډول شوي او نن پر خپل وخت ترسره کېږي.

مرتضوي وایي دغو مراسمو ته د څلور زره شا او خوا کې مېلمانه دعوت شوي او د ځنډېدو ګنګوسې بې ځایه دي.

بلخوا د عبدالله ویاند فریدون خوځون پر خپل فیسبوک لیکلي هغه جرګه چې د دواړو ټیمونو منځته یې ور دانګلي وو تېره شپه یې موافقه وکړه چې د لوړې مراسم وځنډوي: (( هرکله چې بل اړخ دغه تړون رد کړ ، نو دا دی موږ ټول د مراسمو په ځای کې یوو، چې د ټول شموله حکومت پرانسته ترسره کوو.))

خوځون ویلي، د عبدالله د لوړې ټول چمتووالی نیول شوی او رابلل شوی دی.

بلخوا ارګ له عبدالله سره د معاملې هر ډول امکان رد کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *