تاند، یکشنبه د سنبلې د افغانستان ملي مجمع په نوم سیاسي جریان د مارشال فهیم په تړاو د ولسمشر غني وروستۍ څرګندونې له سپکاوي ډکې بللي او وايي، تر هغې به ارام نشي، تر څو اشرف غني د مارشال له پلویانو بخښنه ونه غواړي.

 ولسمشر غني په خپله تازه کمپایني غونډه کې ادعا کړې چې کله د مالیې وزیر و، مارشال فهیم ورته امر کړی و چې دوه موټر یې له ګمرکي محصول څخه معاف کړه، خو ده یې د امر پاڼه وڅیرله او د هغه امر یې ونه مانه.

 اوس د افغانستان ملي مجمع په نوم یو جریان چې د مارشال فهیم په پلوۍ راپورته شوی دی په یو خبري کنفرانس کې یې مسوولان وايي، مارشال فهیم ته سپکاوی ټول ملت ته سپکاوی دی.

د دغه جریان مشر سید عبدالله هاشمي وايي، اشرف غني دې په ډېر ادب د مارشال فهیم له پلویانو بخښنه وغواړي ګني دوی به یې پر وړاندې خاموشه پاتې نشي: (( مارشال یو عالم او وطندوست شخصیت و، غني باید پوه شي چې د مارشال شاګردان لا ژوندي دي، بلکې اجازه به ورنکړي چې څوک امریکايي پاسپورټ لري او بیا د افغانستان ولسمشر شي.))

خو ولسمشر غني بیا په خپلو ویناو کې بیابیا ټینګار کړی چې د زورورو پلاستیکي ښکرونه یې مات کړي دي او دی د ولس په زور د نورو زور ته غاړه نه ږدي، خو د غني منتقدین بیا نوموړی ډارن دکتاتور بولي او وايي، یو شمېر زورورو ته په امتیازاتو قایل دی.

2 thoughts on “اشرف غني، مارشال فهیم ته په سپکاوي تورن شو”
  1. چې دې کاغذي مارشال څه خدمت کړی وو چې د نظامي رتبو دغه ستره اعزازي رتبه ورکړل شوې ده ؟
    همدا فهیم قسیم نه وو چې تر دوه سوو زیات خیالي افسران یې په ملي اردو کې درلودل او معاشونه یې اخیستل ؟
    ستاسو مارخور د دوکتور نجیب الله د شهادت اصلي عامل دی .
    ستاسو مارخور د کابل ښار د ورانۍ یو شریک دی او د اویا زرو مظلومو کابلیانو د قتل او نورو جنایتونو شریک هم دی.
    قسیم فهیم د افغانستان د قانوني دولت تر سقوط وروسته د ملي امنیت ټول مهم اسناد او اسرار جنرال حمید ګل ته ورکړل .
    بنا ستاسو مارشال یواځې د یوې کوچنۍ ډلې لپاره مقدس دی ، نه ټول ملت ته .
    حسن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *