تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، کورنۍ سوله به راشي خو مجادله به ورسره پای ته ونه رسېږي.
ولسمشر غني نن /پنجشنبه/ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې د لمانځې په مراسمو کې د سولې لپاره خپل پلان ته په اشارې وویل، دا پلان به د افغانستان په خیر وي او په پوره جرات به یې عملي کړي.
ده وویل «موږ په سوله باندې ملي اجماع کوو، ځکه یقین لرو چې دا وطن سولې ته ضرورت لري او دا د لوی خدای ج لارښوونه ده او موږ یې تعقیبوو.»
ښاغلي غني پرون /چهارشنبه/ د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل. طالبانو تراوسه پورې د ښاغلي غني وړاندیزونه رد کړي نه دي.
ولسمشر غني وویل، سوله د دې مملکت ضرورت دی، په سوله باندې موږ ملي اجماع لرو، پرون زه یوازې د افغانستان د ولسمشر نه، بلکې د سپین ږیرو، مشرانو، ښځو او ټولو اقشارو په استازیتوب وغږېدم. موږ یقین لرو چې دا وطن سولې ته اړتیا لري او دا وړاندې شوی پلان چې د وطن په خیر دی تطبیقوو.
ده همداراز وویل«موږ د جنګ او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالي یوو او د غازي امان خان د نابشپړ شوي څپرکي د بشپړولو لپاره ګډې هڅې کوو، افغانستان موږ ته چا نه دی رابښلی، موږ په خپلو قربانیو استقلال او آزادي ترلاسه کړې ده.»