تاند، جمعه، د عقرب ۳مه: ولسمشر غني په اذربایجان کې د عدم انسلاک کنفرانس ته په وینا کې ویلي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر راکمېدل د طالبانو او د هغوی د ملاتړو لخوا د سولې په منلو پورې تړلې خبره ده.
ولسمشر له جاپان څخه نېغ په نېغه اذربایجان ته تللی او هلته یې د عدم انسلاک اتلسم کنفرانس ته په وینا کې ویلي، طابان له نړیوالو ترهګرو سره اړیکه لري.
ولسمشر ویلي، که طالبانو او ملاتړو یې د افغان حکومت د سولې وړاندیز منلی وای، اوس به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ډېر راکم شوی و: (( متاسفانه طالبان چې د مخدره توکو کاروبار مخته وړي او ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي، د بې ګناه ملکیانو په وژنه یې لاس پورې کړی دی، نه یوازې دا بلکې د تاوتریخوالي او ویجاړۍ فکر ته ترویج ورکوي.))
ولسمشر غني ټینګار کړی چې افغانان د سولې د رهبرۍ لپاره چمتو دي او د سولې مذاکرات باید د دوی په مشرۍ مخته یوړل شي.
ولسمشر ویلي، حکومت یې سولې ته ژمن دی او د عدم انسلاک اتلسم کنفرانس له دریځه پر طالبانو یو وار بیا د سولې غږ کوي، خو د سیمې پر هېوادونو یې هم غږ وکړ چې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي.
ښاغلي غني همداراز ویلي چې افغان ځواکونه اوس ډېر پیاوړي شوي او ۹۰ سلنه عملیات پخپله ترسره کوي.