تاند، سې شنبه، د اسد ۱۵مه: ولسمشر غني د طالبانو له خوا خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون نه کولو د ګواښ په ځواب کې ویلي، ټاکنې به خامخا کېږي او هیڅوک د راتلونکو ټاکنو مخه نه شي نیولی.

طالبانو نن په یوه اعلامیه کې وویل، د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې ټاکنې نه مني او هر ډول ټاکنیزه غونډه به په نښه کړي.

خو په ځواب کې یې ولسمشر نن مازیګر په یوه کمپایني غونډه کې وویل، هر چا چې له افغانانو سره له زوره کار اخیستی دی، افغانان یې زور ته تسلیم شوي نه دي: ((چا چې موږ ته په زور ویلي دا کار مه کوئ، موږ همغه کار کړی دی.))

له بلې خوا په دې تړاو د ارګ په رسمي اعلامیه کې هم راغلي چې ټاکنې د افغانانو شرعي او قانوني حق دی او افغان حکومت د رڼو، سرتاسري ټاکنو لپاره خپلې ټولې تابیاوې نیولې دي.

ارګ په خپله اعلامیه کې ویلي، د طالبانو ګواښ د افغانستان خلکو ته ګواښ دی.
اعلامیه وايي، ولسمشر امنیتي بنسټونو ته امر کړی چې هیڅوک دې د ټاکنو ګډوډۍ ته نه پرېږدي.

همدا راز اجرائيه ریاست هم په یوه اعلامیه کې د ټاکنو په تړاو د طالبانو ګواښ د ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

اجرائیه ریاست د طالبانو دا خبره غندلې او پر خلکو یې غږ کړی دی چې په ټاکنو کې دې په خپل پراخ ګډون د افغانستان د دښمنانو شوم پلاونه خنثی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ملي امنیت، دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت راتلونکو ټاکنو ته خپل امنیتي پلان اعلان کړ او زیاته یې کړه د ټاکنو نه مخکې، د ټاکنو په ورځ او له ټاکنو وروسته به خپل پلان د امنیت د خوندیتوب لپاره په دریو پړاوونو کې پلی کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *