تاند، دوشنبه، د ثر ۸مه: ولسمشر غني د ثور د اتمې یا د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، افغانان جګړه نه بلکې سوله او خوشالي غواړي.

 ولسمشر غني په دغه پیغام کې ویلي، سوله د افغانانو اصلي غوښتنه ده او دوی له جګړې او شرارت څخه کرکه لري او افغان حکومت به هم ولس ته د سولې راوستلو هڅې ونه سپموي.

ولسمشر ټینګار کړی چې طالبان باید د افغانستان له اصیلو بچیانو وپوښتي چې دوی څه غواړي: (( زموږ د خلکو ځواب به طبعا همدا وي چې د ټولې نړۍ د خلکو په څېر موږ هم جګړه او تباهي نه غواړو.))

 ولسمشر ویلي، تېرو تحمیلي جګړو د افغانستان زېربناوي او اساسات له منځه وړي دي خو اوس افغان حکومت د سولې لپاره اساسي او عملي ګامونه پورته کړي دي: (( موږ په نوي پړاو کې یوازې په ملي یووالي له تحمیلي جګړې وتلی او سولې ته رسېدلی شو.))

 ولسمشر د کورونايي وضعیت د مهار لپاره هم یو وار بیا د حکومت په لازمو تدابیرو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي لکه څنګه چې د جهاد په وخت کې افغانان په یو صف ولاړ وو، داسې د کورونا پر ضد هم یو شان مبارزه کې ولاړ دي.

د ثور اتمه د مجاهدینو د بریا او د شوروي له ماتې سره سمون خوري چې ۲۸ کاله وړاندې د ۱۳۷۱ د ثور په اتمه مجاهدینو بری ترلاسه کړ، خو دغه ورځ وروسته بیا بیرته په یو خونړي کورني جنګ بدله شوه.

One thought on “غني: طالبان باید خلک وپوښتي چې سوله غواړي که تباهي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *