تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: ولسمشر غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دینګ شیجون سره لیدنه کې ویلي، پاکستان لا هم د طالبانو ملاتړ کوي او لا تر اوسه دغه هېواد په افغانستان کې د تاوتریخوالي راکمولو او سولې پروسې سره مرسته نه ده کړې.

ولسمشر د یکشنبې په ماښام ناوخته دغه لیدنه کې ویلي، که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي، نو دا ډله نوره دوام نه شي کولی بلکې ختمه به شي: (( طالبان د بدبختۍ او ماضي ته د ستنېدو هندارې دي، هیڅوک یې په افغانستان کې نظام نه غواړي، ځکه موږ له پاکستان سره په دې اړه مذاکرات پیل کړي دي.))

ولسمشر غني زیاته کړې، هیله من دی چې پاکستان د کشمیر مسئله په افغان جګړې پورې ونه تړي، ځکه کابل له اسلام اباد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر زیاته کړې، طالبان لا هم تروریستي ډلو سره نږدې اړیکې لري تر دې چې د شرقي ترکستان د ایغور یاغیانو ګڼ وسله وال یې هم له ځان سره ساتلي دي: (( موږ له چین سره هم پراخه امنیتي همکاري کوو، همدا اوس مو د شرقي ترکستان د تروریستي ډلې پر وړاندې افغانستان کې جګړه روانه ده.))

ولسمشر غني دغه راز زیاته کړې چې له طالبانو سره باید د یوې ډلګۍ په حیث خبرې وشي نه دا چې د یو مشروع دولت په توګه ورسره خبرو ته کېنو، ځکه دا د ټولې نړۍ او چین له اصولو خلاف کار دی: (( طالبان د افغانستان په هیڅ ولایت او ځای ولکه نه لري، بلکې په دې اړه دعوې یې له حقیقته لرې دي.))

ولسمشر دغه راز له طالبانو سره د امریکا د ابتدایي هوکړې په اړه هم ویلي چې دا هوکړه به ژر لاسلیک شي او افغان حکومت سره به د طالبانو خبرو ته لار اواره کړي: (( هیڅ ډلې سره به د افغانستان د جمهوري نظام په اړه خبرو ته حاضر نه شو، طالبان اړ دي چې یوه سیاسي حل لاره انتخاب کړي.))

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه شپه په کابل کې د یو واده پر هوټل برید کې د ۶۳ افغان ملکیانو د وژنې او ۱۸۳ نورو د ټپي کولو پړه داعش ډلې واخیسته او زیاته یې کړه دا برید عاصم الباکستاني کړی دی.

افغان حکومت وویل، طالبان په دغه برید کې له مسوولیته نه شي خلاصېدای، بلکې تروریستي ډلو ته همدې طالبانو په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *