تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: ولسمشر غني د داووس کنفرانس ته په وینا کې ویلي، که طالبان د نظام د راپرځولو اراده ولري نو پر وړاندې به یې ټینګ ودرېږي.

ولسمشر غني په سویس کې د نړیوالې اقتصادي مجمع حاشیوي ناستې ته په وینا کې ویلي، طالبان له جګړې ستړي دي خو رهبران یې باید دغه ستړیا واک ته د رسېدو لپاره ونه کاروي.

ولسمشر ویلي، طالب مشرانو چې په دوحه کې څلور او پنځه میرمنې ځانته نکاح کړې دی له ژوند څخه خوند اخلي او اوس په میلیونرانو بدل شوي دي.

ولسمشر د افغان جګړې د پای ته رسولو په اړه ټینګار کړی او ویلي یې دي د شلمې او یوویشتمې پیړۍ هیڅ جګړه له سیاسي حل پرته نه ده ختمه شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر هم ویلي چې پاکستان به نور د سیمه ییزو لانجو برخه نه ګرځي او د افغانستان په جګړه کې یې دوه ځله لوی تاوان کړی دی.

One thought on “غني: طالب مشران په میلیونرانو بدل شوي، که نظام چپه کوي پر ضد یې درېږو”
  1. لدی خو هرافغان خبر دی چی امریکا د قطر طالب چارواکو ته مصرف په نوم ډالرو د ورکړی اعلان وکړ
    همدارنګه د عینو مینه کی یی کور اخیستلو خبرونه رسانه یی شول
    http://www.taand.com/archives/102532
    سپینه ماڼۍ وايي، پاکستان باید سمدستي طالب مشران ونیسي یا یې وباسي
    http://www.taand.com/archives/4223
    په دوحه کې طالب مشران وايي، له آی ایس آی سره یې نه دي کتلي
    http://www.taand.com/archives/77684
    آی ایس آی څو طالب مشران د هیبت الله اخوندزاده له مشرۍ سره د مخالفت په خاطر نیولي

    http://www.taand.com/archives/106098
    ملا ضعیف: پاکستان څو طالب مشران نیولي

    ضعیف سره له دې چې په دې اقرار کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان څو تنه نیولي هم دي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې طالبان په کوم جرات د پاکستان د اوامرو سرغړونه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *