تاند، چهار شنبه، د میزان ۳مه: ولسمشر غني وايي، که عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل پر ده د اداري فساد لګولي تورونه ثابت نه کړای شول، نو دواړه باید محاکمه او زندان ته ولېږل شي.
تر دې وړاندې رحمت الله نبیل او عبدالله عبدالله ویلي وو چې دولت ساز ډلې د کابل بانک پخوانی په فساد تورن مشر خلیل الله فیروزي د ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د پیسو په بدل کې خوشې کړی دی.
خو اوس ولسمشر غني له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي، حاضر دی چې په دې اړه تورونو ته ځواب ووايي او دا تورونه یوه ځانګړې محکمه وڅېړي، خو که د اداري فساد تور پرې ثابت نشي، باید دواړه محاکمه او زندان ته واستول شي: (( که څوک سند لري او ادعا کوي ولاړ شئ محکمې ته او زه به هم د هر تور وضاحت ورکړم.))
دا په داسې حال کې ده چې نبیل او عبدالله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني تر دې پخوا ویلي وو، خلیل الله فېروزي د یو روغتیايي کمېسیون په مشوره کور ته لېږدول شوی او هغه ژمنه کړې چې د کابل بانک پورونه او جریمه به ادا کړي.
ولسمشر ویلي وو، ده ته سړی نه دی پکار بلکې د خلکو او دولت حیف و میل شوې پيسې ورته پکار دي چې د دولت خزانې ته یې وسپاري.