تاند، پنجشنبه، د سنبلې ۲۱مه: ولسمشر غني وايي، له ټاکنو ډېر ژر وروسته به په  کور دننه، سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې بحثونه بیا راتازه شي، خو که واک ته بیا ورسېد نو عبدالله عبدالله به په حکومت کې شریک نه کړي.

ولسمشر غني نن خپلې کمپایني غونډې ته په کابل کې وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په نظام کې د ګډون اجازه ورکړي، خو تسلط ته به یې هیڅکله پرېنږدي: (( افغانان په زور د چا واک نه مني، نه اجازه ورکوي، افغانستان به یو جمهوریت وي او مؤقتو حکومتونو ته په کې نور ځای نشته.))

 ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا که بریالی شي بیا به هم عبدالله عبدالله له ځان سره په واک ورشریک کړي؟ وویل: (( هیڅکله نه، عبدالله ستونزې جوړوی او ما ورسره واک له دې کبله شریک کړ چې بیا د ګلبدین او رباني په څېر کورنۍ جګړه پيل نه شي.))

دا دویم ځل دی چې ولسمشر اجرائیه رئیس ته مخامخ ګوته نیسي، لومړی یې اجرائیه ریاست چیلک باز بللی وو او داځل یې مستقیم ویلي چې نوموړي غوښتل افغانستان د رباني او ګلبدین د جګړو وخت ته وګرځوي.

2 thoughts on “غني: عبدالله کورنۍ جګړه جوړوله ځکه مې حکومت کې شریک کړ، بیا یې نه پرېږدم”
  1. انشاء الله چې دا ځل به چېلک انداز او د اوباشانو یا لنډغرو مشر داسې ماته خوري چې بیا به هېڅکله تاسو جناب ته مزاحمت ونکړي. د هغې ورځې په هیله چې یو قوي ، قانوني ، امن او با ثباته پرمختللی افغانستان جوړکړئ .

  2. لنډغر او مشران یې په تاریخ کې د غلاوو، لوټماریو، جاسوسیو او هېواد پلورنې پرته بل صفت نلري. نو خدای دې دا ځل ولسمشر غني ته دا همت ور په برخه کړي چې لنډغر د ځان څخه لېرې کړي او داسې حکومت را مینځ ته کړي چې په ټولو برخو کې قانون یو شان پلی شي. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *