تاند، سه شنبه، د قوس ۵مه: ولسمشر غني د امریکا د کانګرس او سنا له یو شمېر غړو سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان، امریکا او متحدین یې لا هم د ترهګرۍ له لنډمهالي او اوږدمهالي ګواښ سره مخامخ دي چې پر ضد یې باید ګډه مبارزه وشي.
ولسمشر تېر ماښام په دې لیدنه کې د امنیت، ښې حکومتولۍ ، اقتصادي ودې او افغان سولې په اړه هم له امریکايي سناتورانو سره خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې نړیوال متحدین باید په افغانستن کې داسې مشارکت رامنځته کړي چې ټول په یو ځای له ستونزو سره بریالۍ مبارزه وکړي.
ولسمشر زیاته کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې افغان ځواکونو د پام وړ پرمختګونه کړي دي او په دې توانیدلي چې د لسګونه زره امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امنیتي او دفاعي خلا ډکه کړي.
ولسشمر غني همدا راز ټینګارکړی چې د سولې پروسه باید د افغانانو په مالکیت او مشرۍ مخته ولاړه شي.
امریکايي سناتورانو هم ټینګار کړی چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او سوله یې په افغانستان کې دامریکا د حکومت لومړیتوب دی.
د کانګرس او سنا جرګې دغه پلاوي د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخه کې لاسته راوړنې بېسارې وبللې او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان سوله د امریکا د امنیت لپاره ډېره مهمه ده.
دغه پلاوي تېره ورځ له عبدالله عبدالله سره هم کتلي او هغه ورسره په ټاکنو بحث کړی و.