تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: محمد اشرف غني په ټاکنو کې د لومړنیو له مخې د بریا تر اعلان وروسته ویلي، دا د ملت بریا وه او په راتلونکي کې به د ستر افغان ملت لپاره د ښایسته سالارۍ حکومت رامنځته کړي.
محمد اشرف غني که څه هم د لومړنیو پایلو له مخې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایې خپلې کړې دي، خو د شکایتونو کمېسیون وايي، له پلټنو وروسته په نهايي نتایجو کې بدلون راتللی شي.
مګر بلخوا محمد اشرف غني نن ماښام ملت ته په وینا کې خپله بریا په تلویحي ډول اعلان کړه او زیاته یې کړه جمهوریت تامین شوی دی چې په کې به د دولت ساز ټیم د ټولو قومونو او اقشارو استازی ټیم وي.
ښاغلي غني د عبدالله ټیم ته په اشاره ویلي، نوماندان باید د لوبې اصول ومني او قانوني رفتار وکړي او په وینا یې چې اوس پر خلکو د وسلې د زور له مخې د حکومت کولو وخت تللی دی.
ښاغلی غني له درې میاشتني ځنډ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه وویل، د کمېسیون په دغه اقدام سره افغانستان له ابهام څخه د رڼا پر لور او د بې باورۍ، وېش او تفرقې له فضا څخه د باور او ملي یووالي پر خوا روانېږي.
خو دا په داسې حال کې ده چې عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل او لطیف پدرام د ټاکنیزو پایلو له منلو انکار کړی دی او دا یې تقلبي بریا بللې ده.
په همدې حال کې په کابل کې د جرمني سفارت هم له یوناما او د امریکا له سفارت وروسته د ټاکنو د پایلو د اعلان هرکلی کړی او ویلي يې دي چې ټول ښکیل لوري باید قانو ته درناوی وکړي.
To the US: Please stop sending your taxpayers dollars to the warlords.
Abdulla x 2 fake doctor never wrote one prescription in his whole life, Hekmat Yar, drop out engineering first year student never did any kind of engineering project and he is called “ENGINEER”(wow), Nabil, fake mujahed and Padram will do every thing for the green dollar. They are ready to divide the country for power and dollars. Afghanistan is the unluckiest country in the whole world. Unfortunately.