ولسمشر غني د شانګهای سازمان ۱۹مې غونډې ته په وینا کې ویلي، که سیمه ییزه اجماع جوړه نه شي، له طالبانو سره د سولې خبرې ژر نتیجه نه ورکوي.

ولسمشر غني په بشکیک کې د شانګهای د همکارانو غونډې ته په وینا کې زیاته کړه، افغانستان دا مهال په دې اړه هڅو کې ښه روان دی او د افغان سولې په تړاو یې د نړیوالې اجماع لپاره هڅې بریالۍ کېدونکې دي.

 ولسمشر غني د کوم هیواد د نوم له یادولو پرته ټینګار وکړ چې باید له طالبانو سره د د ځینو هیوادونو ملاتړ ختم کړای شي.

د افغانستان ولسمشر په خپله وینا کې د جون په ۲۷ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د کتنې یادونه هم وکړه او ویې ویل چې په دې کتنه کې به د دوو هیوادونو پر اړیکو هراړخیزې خبرې وکړي.

غني دغه راز ویلي، له طالبانو سره د خبرو لپاره باید سیمه ییز او نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې دوام ورکړل شي.

ولسمشرغني همدا راز وايي، ترهګري، جګړه او مخدره توکي نه یوازې افغانستان بلکې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هیوادونو لپاره هم ګواښ دی، خو د ولسمشر په وینا له نیکه مرغه افغان ځواکونو دې وروستیو کې د مخدره توکو ګڼې فابریکې له منځه وړې دي.

ولسمشر غني د هوايي او مځکنیو لارو او د انرژۍ شبکې د سیمې د اتصال لپاره مهمې وبللې او ویې ویل چې افغانستان د دې سیمې په مرکز کې د جنوب او شمال ترمنځ د تقاطع رول لرلی شي.

ښاغلي غني وویل چې د همدغو تماسونو له کبله اوس منځنۍ اسیا د افغانستان پر یوه ستر سوداګري شریک بدله شوې ده.

ولسمشر غني د شانګهای د همکارۍ سازمان له هغو ټولو مشرانو مننه وکړه چې د افغانستان د مسلې د حل لپاره یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې پر اړتیا ټینګار وکړ.

ده د افغانستان د مسلې په سوله ییز حل کې د دې سازمان د همکارۍ او رول غوښتنه وکړه.

ده د شانګهای د همکارۍ ټولنې ته بلنه ورکړه چې د تروریزم پر ضد په مبارزه کې دوه اړخیزه همکاري وکړي.

One thought on “غني: ترهګري یوازې موږ نه بلکې سیمې ته هم ګواښ دی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *