راټولوونکى : انجينر فضلي

ولسمشر غني له شمشاد سره په خپله مرکه کې لاندى ټکي درلودل .
ـ زموږ هيواد د سيمې هيوادونو په څلور لارې بدليدونکى دى .
ـ جلغوزې تر پخوا اوولس سلنه زياتې شوي .
ـ د افغانستان بې ارزښته حاصلاتو ارزښت پيدا کړى .
ـ زموږ مارکيټ لا پر پښو نه دى دريدلی.
ـ آفغانستان بايد ټرانزيټي هيواد شي .

ـ پرته د بريښنا د انرژۍ نه افغانستان په پښو نشي دريداى .
ـ موږ د مرکزي اسيا بريښنايي انرژۍ ته اړتيا لرو .
ـ که د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته بريښنا تيره شي بريښنا موږ ته وړيا کيږې .

ـ د منځنۍ اسيا له بريښنا پرته د پاکستان پرمختګ ناممکن دی.
ـ د ټاپي پروژې د کار پيل لپاره به راتلونکي کال کې پيسې منظورې شي .

ـ که پاکستان اوسني وضيعت ته دوام ورکړي د ایشیا بيوزله ترین هیواد به شي .
ـ د کانونو هغه قراردادونه چې د اصولو له مخې نه وي شوي ستونزه جوړوي .
ـ په ډيورنډ هيڅ ډول معامله نه ده شوې .
ـ موږ پر ډيورنډ معاملې ته تيار نه يو .

ـ د ډيورند په هکله معامله زما نه بلکې په افغانانو پورې اړه لري .
ـ په راتلونکو دوو کلونو کې د کرښې هغه غاړې ته به بريښنا ورکړو .
ـ په صفري قطعاتو کې به بنيادي بدلونونه راشي .
ـ ملکي تلفات نور د منلو وړ نه دي .
ـ پر ماشومانو او ښځو تيري کوونکى اعدام کوم .
ـ اکثريت احزابو په ځان قانون ندى تطبيق کړي .
ـ دولت په مشارکتي شرکت نه بدلوم .

ـ افغانستان د ١١٧ کلونو وروسته بيرته د منځنۍ اسيا سره وصل شو .
ـ تمه ده چې په راتلونکو  پنځو کلونو کې به پاکستان په يو ښه ګاونډي بدل شي .
ـ د پاکستان تير څلويښت ٤٠ کلن سياست د دوى په زيان تمام شوى دى .

ـ د پاکستان ثبات زمونږ ثبات پورې تړلې دى .
ـ داعش يوه بين المللي پديده ده .
ـ د طالبانو سره د خبرو لومړى شرط اوربند دى .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *