د پاكستان پر وړاندې د افغان لوري سياست د تاريخ په اوږدو كې يو ډول نه دى پاتې شوى، بلكې تغير يې موندلى. په سياست كې هم دا روښانه ده چې هيڅكله هم د يوه هېواد پر وړاندې يو ډول سياست مخ ته نه شي تللى. د دې ټكي لامل يا په هېوادونو كې د حكومتونو بدلون، د ملي منافعو په نظر كې نيول او د يوه بل پر وړاندې د نظرياتو او يا هم هيلو بدلېدل دي. دا هم ده چې سياست په يوه وخت كې تور او سپين نه شي منلى، خو يوه اړخ ته تمايل كولاى شي چې يا پورته او يا هم ښكته خواته ولاړ شو. قوي سياستمداران هغه دي چې د وخت په درك سره پرېكړه وكړي، ځكه تور هم پلويان لري ا و سپين هم د خلكو له ملاتړ برخمن وي، خو نيك مرغه هغه وي چې پر وړاندې يې د سياست لورى يو او ملت يې په يوه نظر وي.
د ولسمشر غني وروستۍ نيك بختي په همدې كې وه چې د پاكستان پر وړاندې يې له وروستي سياست ټول ملت ملاتړ وكړ او هغه كړۍ يې هم د ده لور ته ورماتې كړې چې له سختو منتقدينو يې وې. دا بيا جلا خبره ده چې همدا كړۍ څومره د پاكستان په ملاتړ پړسېدلي او تر كومه د اى ايس اى له لورې سيروم اخلي.
كه څه هم ولسمشر غني په لومړيو كې پاكستان ته په ډېره مينه او لورينه لاس ور اوږد كړ او د حامد كرزي په نسبت دې هېواد ته په زياتو امتيازاتو وركولو قانع شو، خو پاكستان وښوده چې دوست نه، بلكې هماغه څېره ده چې درې نيمې لسېزې يې دلته جګړو ته لمن وهلې، اردو يې ويجاړه كړې او د ملي نفاق لپاره يې لار اواره كړې ده.
په هر حال، اوس د پاكستان پر وړاندې د ولسمشر غني سياست له ننه د لسو مياشتو مخكنى سياست نه دى، ولسمشر غني بې درېغه په افغانستان كې د ترهګريزو بريدونو تر شاه د پاكستان ملاتړ روښانه كړ، پاكستان يې د ترهګرو په خوندي ځاى ونوماوه، د افغانستان په جګړه كې يې د پاكستان نظامي حضور بر ملا كړ او ټول هغه ټكي يې د خلكو مخته كېښودل چې تر اوسه يې چا د ويلو جرائت نه كاوه.
غني كه پاكستان ماته خوړلې؟
افغان ولسمشر په خپله قوي ډيپلوماسۍ وكولاى شول په روښانه توګه په هېواد كې د وروستيو ۳۵ لسېزو بدبختيو پړه په پاكستان واچوي او پاكستان دېته مجبور كړي چې دا هر څه ومني. د پاكستان د مخكني ديكتاتور ولسمشر پرويز مشرف اعتراف چې په افغانستان كې نيابتي جګړه پيل كړې وه، د دې خبرې غوره بېلګه ده.
په لومړي ځل پاكستان دېته مجبور شو چې د افغانستان دښمن خپل دښمن وګڼي، دا چې عمل كې يې نه پياده كوي دا جلا بحث دى، خو د غني قوي ډيپلوماسي سبب شوه چې پاكستان طالبان خپل دښمنانان ياد كړل.
غني وتوانيد چې پاكستان په دې قانع كړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر كړي او په خپل دې كار سره يې نړۍ والو او خپله افغانانو ته دا بيخې اسانه كړه چې په افغانستان كې جګړه د طالبانو په نوم د پاكستان د اى ايس اى ده.
په ارګ كې دننه په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو سفيرانو له خوا د دې خبرې تاييد چې د پاكستان پر وړاندې افغان حكومت په حقه دى، تاريخي بريا ده چې افغان حكومت تر لاسه كړه.
د افغانستان او پاكستان لپاره د اروپايې اتحاديې، جرمني، روسيې، امريكا او نورو لويو هېوادونو استازو له خوا په لومړي ځل د دې حقيقت منل چې پاكستان افغانستان ته ترهګر رالېږي، هغه ډيپلوماسي وه چې له لوى برياليتوب يې كم نه شو ګڼلى.
غني د خپلې بهرنۍ لابي وهلو په بركت په افغانستان كې د امريكايي ډيپلوماټانو له لارې امريكايي ولس ته وښوده چې پاكستان ترهګر نه ځپي، بلكې حمايت يې كوي. همدا لامل شو چې د امريكا ولس پر ګانګريس فشار راوړي او كانګريس پر دې هېواد خپلې كلنۍ څه د پاسه يو ميليارده ډالري مرسته وځنډوله.
غني وتوانيد چې افغانستان او پاكستان له يوه رديفه وباسي. په نړۍ كې افغانستان هم د ترهګرۍ خونه بلل كېده، خو ولسمشر غني نړۍ والو ته په ګوته كړه چې د ترهګرۍ خونه له ډيورنډ هغه غاړه ده.
اوس چې پاكستان له بل هر وخت د افغانستان پر وړاندې ماته خوړلې، مجبور دى هغې دايرې كې سر كېږدي چې ولسمشر غني ورته كښلې ده. د طالبانو له ملاتړه لاس اخيستل او په خپله خاوره يې د پټن ځايونه له منځه وړل، په روغتونونو يې له درملنې ډډه او د يوې تروريستي ډلې په توګه يې پېژندل، لومړني هغه ګامونه دي چې پاكستان يې بايد په راتلونكيو اونيو كې واخلي.