تاند، پنجشنبه، د اسد ۳۱مه: ولسمشر غني د دارالامان ماڼۍ د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، سوله یې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې یو مهم بحث باندې بدله کړې ده، خو دی به پرېنږدي چې تاریخ افغانستان ماضي ته وګرځوي یا یې یوې کوچنۍ ډلې ته تسلیم کړي.
ولسمشر غني رغول شوې دارالامان ته په اشاره وویل، دښمنانو ډېره هڅه وکړه چې د افغانستان تاریخي اثار له منځه یوسي او افغانستان په یوه تجرید شوې ټولنه بدل کړي: (( د دارالامان له رغولو مې مقصد دا نه و چې زموږ بې وزله ولس دې قصر ته اړتیا لري، دا د دې لپاره ورغول شو چې نړۍ ته وښيو که هر څومره بې وزله شو خپل هویت نه پلورو، هر څومره چې وږي شو، نو چاته نه تسلیمیږو.))
ولسمشر د سولې خبرو ته په اشاره وویل، حکومت د سولې راتګ ته ژمن دی او ټول شرایط یې ورته برابر کړي دي: (( سوله به راځي، ټاکنې به کېږي موږ بیا هیڅکله د بربادۍ کلونو ته نه ستنېږو.))
د دارالامان ماڼۍ د بیا رغونې په تړاو نظرونه دا دي چې یو شمیر خلک وايي، ولسمشر باید د جګړه مارو د ورانیو د لاس دا نښه نه وای رغولې تر څو نسلونه په افغانستان کې د شوي وحشت په اړه هر څه یاد وساتي.
خو ولسمشر بیا څه موده وړاندې وویل، د دې ودانۍ له رغولو یې هدف دا دی چې افغانان بیا پر خپلو پښو راپورته کېدونکي دي او د تاریخ هیڅ جبر ته نه تسلیمیږي.
ولسمشر وویل، په دې ودانۍ ټول ټال لس میلونه ډالر مصرف هم نه دی راغلی، بلکې ۱۰۰۰ کسه افغان کارګرانو او انجینرانو په خپل لاس بیرته رغولی دی.