تاند نیوزډیسک: ولسمسر غني امر کړی چې مالیې وزارت دې د سږ کال په بودجه کې د سرطان د تشخیص مرکز جوړولو لپاره بودیجه بېله او د دغه مرکز لپاره دې د طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې واضح ارزونه وکړي.
محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سرطان پر ضد د مجادلې ملي سمپوزیم ته وینا کې وویل، کله چې د سرطان کلمه اورو، خپله هیله له لاسه ورکوو، نو باید دغه خنډ له منځه یوسو او پر دې پوه شو چې سرطان شته، زمونږ ژوند ګواښي او د مجادلې لپاره یې باید اساسي اقدامات وکړو.
ولسمشر زیاته کړه، د نهیلۍ پر ځای باید د سرطان پر ضد مجادلې برخه کې واضح او مشخص اقدامات وشي.
غني دغخ راز د سرطان پر ضد د مبارزې برخه کې ګډ اقدامات اساسي اړتیا وبلله او ویې ویل، درې کاله مخکې د سرطان د ناروغۍ ارقام مشخص نه وو، خو نن د لومړۍ مېرمنې د دفتر، د افغانستان د طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزې بنسټونو د هڅو له برکته په دې برخه کې د عامه پوهاوي له نظره ښه کارونه شوي دي.
ولسمشر غني دغه راز ویلي، له سرطان سره مبارزه لګښت غواړي، اړتیا ده چې د تشخیص او درملنې د مرکزونو ترمنځ تفکیک وشي او د سرطان د ناروغۍ ډول ته په کتو اقدام وشي.
همدا رنګه یې د مالیې وزارت ته امر وکړ چې سږ کال بودجه کې دې د سرطان د تشخیص مرکز ځای کړي او د ایکسرې او نورو ټولو طبي ماشینونو د برابرولو په برخه کې دې واضح ارزونه وکړي.
ښاغلي غني پر ډیجیټلي تشخیص هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې ټول روغتونونه او کلنیکونه سره وصل وي، د روغتیایي توریزم مخه ونیول شي او په دې برخه کې واضح اقدامات ترسره شي.

زمری یی غنی باباه د زرو په قدر زرګر پوهیږی والله که دی بیا څوک پیدا کړی موږ خو کبر نه در باندی کوو. ځکه یو پلا د افغانستان بعضی شومو او خر څ شوو خلکو په سردار داود خان شهید کبر وکړ تر اوسه مو پښه پر ځمکه نده لګیدلی. خدا دی ژوندی او سر لوړی لره